لنډ خبرونه په متن او انځور کې
افغان ځواکونو د داعش له پاره د جعلي انترنتي حسابونو چلونکي نيولي
د رويترز خبري آژانس په حواله افغان امنيتي ځواکونو د داعش شپږ شکمن غړي نيولي چې پر فيسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو یې د دې ډلې له پاره په سونه جعلي حسابونو چلول. د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي دي چې په کابل کې نيول شويو دغو کسانو د تويتر، انستاگرام او تيلگرام جعلي حسابونه د جنگيالو د جلبولو او داعش د مفکورې خپرولو په توگه کارول. زياته شوې ده چې نيول شويو کسانو اعتراف کړی دی خو لا تورن شوي نه دي.
بادغيس کې د طالبانو يرغل ۲۰ عسکر او پوليس وژلي
د افغان چارواکو په حواله وسله والو طالبانو په بادغيس ولايت کې پر يوه حکومتي ودانۍ يرغل کړی او لږ تر لږه ۲۰ عسکر او پوليس یې وژلي دي. د بادغيس د ولايتي شورا د غړي محمد ناصر نظري په خبره دا بريد د پنجشنبې په سهار وختي د دې ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې شوی دی. هغه زياته کړې ده چې پر دې سربيره په سيمه کې ۶۰۰ امنيتي ځواکونه اوس هم په خطر کې دي.
هند: ماويستي ياغيانو ۴ عسکر وژلي
د هندي چارواکو په حواله د ماويست ياغيانو په يوه کمين کې ۴ عسکر وژل شوي دي. زياته شوې ده چې عسکر د گزمې پر مهال وژل شوي. دا په داسې حال کې ده چې په هند کې د عمومي ټاکنو په درشل کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. پېښه په چاتيش گړ ايالت کې رامنځته شوې ده او شپږ عسکر پکښې ټپيان شوي هم دي. د هند په دغه ايالت کې چې په معدنياتو غنی دی، له اوږدې مودې راهيسې ماويستي ياغيان له حکومت سره په جگړه کې دي.
د کرايست چرچ بريد کونکی د ۵۰ کسانو په وژلو تورن دی
د نوي زيلند په کرايست چرچ ښار کې پر دوو مسجدونو احتمالي بريد گر د ۵۰ کسانو په قتل او نورو ۳۹ قضيو کې په عمدي قتل تورن شوی دی. پوليسو سربيره پر دې د «ترهگریز بريد» څخه خبره وکړه او زياته یې کړه چې د نورو مواردو په هکله هم پلټنې راني دي. احتمالي ښی اړخی بريد گر به چې په خټه آسترليايي دی، د جمعې په ورځ د ويډيويي تليفون له لاري د قاضي له خوا وپوښتل شي.
امريکا: ديموکراتانو د ترمپ د ماليو په اړه د معلوماتو رسمي غوښتنه کړې
د امريکا متحدو ايالاتو ديموکراتانو پر ولسمشر دونالد ترمپ فشار زيات کړی او په رسمي توگه یې غوښتنه کړې چې نوموړی دې د خپلو تيرو شپږ کلونو د مالیې اظهار نامې په ډاگه کړي. په استازو مجلس کې د اړوند کميسيون مشر ريچارد نيل د امريکا د مالیې ادارې څخه د ترمپ او د هغه د شرکت د مالیې د اظهار نامو رسمي غوښتنه وکړه.