لنډ خبرونه په متن او انځور کې
غزني: د طالبانو له زندانه لس کسان آزاد شوي
د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ځانگړو ځواکونو د تصفيوي عمليات پر وخت د طالبانو له زندانه لس تنه آزاد کړل شوي دي. د غزني د والي وياند عارف نوري دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې آزاد شوي ملکي کسان دي چې د بېلا بېلو دلايلو پر اساس طالبانو نيولي ول. هغه زياته کړه چې تر اوسه په دې اړه دقیق معلومات نه شته چې دغه کسان له څومره مودې راهيسې له طالبانو سره ول.
عمران خان او روحاني غواړي په گډه له ترهگریزو ډلو پر ضد مبارزه وکړي
ايران او پاکستان غواړي په خپلو سرحدي سيمو کې د اسلامپالو ترهگرو ډلو پر ضد په گډه مبارزه وکړي. دا خبره د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د ايران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې د يوې شريکې مطبوعاتي غونډې پر وخت وکړه. روحاني په دې ترڅ کې وويل: «موږ به په نزدې راتلونکي کې له چټکو قطعاتو په بريدونو سره پر خپلو پولو د دغو ډلو پر ضد پريکړنده مبارزه وکړو.»
د سريلنکا بريدونه ځانمرگي ول
د سريلنکا حکومت د عيسويانو د ايستر اختر پر مهال د بريدونو پړه پر يوې پخوانۍ تندلارې اسلامي ډلې اچولې ده. د حکومت يوه وياند وويل چې حکومت پر دې کلک باور لري چې د «جماعت ملي توحيد» افراطي ډلي دا ځانمرگي بريدونه کړي دي. زياته شوې چې تر دې مخه د دغه ډلې له خوا د بريدونو د پلان په اړه معلومات ترلاسه شوي ول.پر کليساوو او هوټلونو تر بريدونو وروسته د قربانيانو شمير مخ پر لوړيدو دی.
ترکيه: د اپوزيسيون پر مشر د بريد په تور ۶ کسان نيول شوي
په ترکيه کې د اپوزيسيون پر مشر کمال قليچ دار اوغلو تر بريد وروسته پوليسو شپږ شکمن کسان نيولي دي چې پکښې د برحاله حکومتي گوند يو غړی هم شامل دی. د ترکیې د يوه تلویزيون په حواله دغه شکمن کس په سيوري حصار ښار کې نيول شوی او پلازمينې انقره ته انتقال شوی دی. پر۷۰ کلن قليچ دار اوغلو چې د ترکیې د خلکو د گوند مشر دی، د يکشنبې په ماښام د يوه ډله خلکو له خوا د يوه عسکر د ښخولو د مراسمو پر وخت بريد وشو.
سوډان: اپوزيسيون د پوځ په مقابل کې دريځ نيولی
د سوډان اپوزيسيون لا نه غواړي چې د پوځي مشرتابه سره د يوه انتقالي حکومت پر جوړولو نورې خبرې وکړي. د مظاهرو غورځنگ له خوا ويل شوي چې مذاکرات قطع شوې ځکه چې جنرالان د پخواني حکومت استازي دي او نه غواړي چې واک له لاسه ورکړي. زياته شوې چې مظاهرې به د ولس د ټولو غوښتنو تر منلو دوام پيدا کړي. د مظاهرو تنظيمونکي ملکي حکومت ته د واک د ژر تر ژره پر سپارلو ټينگار کوي.
د اوکراين د ولسمشر پر ټاکل کيدو د نړيوالو غبرگون
په اوکراين د ولسمشرۍ ټاکنو په وروستي پړاو کې د هنرمند ولاديمير زيلينسکي د بريا له کبله د يو شمير دولتونو او حکومتونو مشرانو نوموړي ته مبارکي ويلې ده. ويل شوي چې د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ۴۱ کلن زيلينسکي سره تليفوني تماس نيولی او د اوکراين ولس ته یې د سوله ایزو او ديموکراتيکو ټاکنو له کبله مبارکي ورکړې. روسیې هم له گاونډي هېواد سره د ښه اړيکو هيله څرگنده کړې ده.
په مالي کې د پوځ پر يوه اډه خونړی بريد شوی
د مالي په مرکزي سيمه کې د جهادستانو په احتمالي بريد کې ۱۰ عسکر وژل شوي دي. امنيتي کړيو ويلي دي چې بريد کوونکي چې په موټر سايکلونو او پک اپ موټرو کې سپاره ول، له واگودو ځنگله څخه راغلي ول. دغه سيمه له څو کلونو راهيسې د اسلامپالو ډلو پټنځای بلل کیږي. همدا د شنبې په ورځ هم په مالي کې د بمي چاودنې پر وخت د ملگرو ملتونو يو شين خولۍ عسکر وژل شوي وو.