لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د اروپايي ټولنې محکمې د مجرمو مهاجر اخراج محدود کړی دی
د اروپايي ټولنې محکمې پريکړه کړې ده چې تر ځانگړو شرايطو لاندې په سختو جرايمو کې د ښکيلو مهاجرو د اخراج اجازه هم نه شته. خو هغوی به هغه موقف و نه لري، لکه په رسمي توگه پيژندل شوی مهاجر چې یې لري. په پريکړه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې د قوانينو پر اساس د پناهندگۍ حق بيرته اخيستل او يا ردول د اروپايي ټولنې د بنسټيزو حقونو او د ژنيو د مهاجرو د کنواسيون له مخې د مهاجرو د محافظت پر حق هيڅ اغیز نه لري.
په کويټه کې بمي بريد څلور پوليس وژلی
د پاکستان په سویل لویدیځ ولایت بلوچستان کې د چارواکو په وینا د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي بم څلور پولیس وژلي دي. په پيښه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي. د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په کویټه کې د ځایي پولیسو یوه مشر رزاق چیمه، ویلي دي چې په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی بم هغه وخت وچاودید چې د یوه مارکیټ تر څنګ موټر د تیریدو په حال کې وو. پيښه د دوشنبې په شپه رامنځ ته شوې ده.
په سوډان کې تازه اخ و ډب يو شمير کسان وژلي دي
په سوډان کې له هغه وروسته چې پوځ او اپوزيسيون تر راتلونکو ټاکنو پورې د واک پر ويش سره سلا شوي ول، يو وار بيا زورزياتی پراخه شوی دی. په پلازمينه خرطوم کې د امنيتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ د اخ و ډب په پايله کې د دوشنبې په ورځ يو شمير انسانان وژل شوي دي. د پوځي شورا د معلوماتو په حواله يو مظاهره کوونکی او د پوليسو يو افسر په ډزو وژل شوي دي.
په پارلماني ټاکنو کې د فلېپين د ولسمشر بريا
د فلېپين اپوزيسيون د پارلمان د منځم مهاله ټاکنو پر وخت ښکاره ماته خوړلې ده. د فلېپيني رسنيو په حواله د اپوزيسيون له اتوو کانديدانو څخه يو هم په دې ونه توانيد چې د سنا مجلس په ټاکنو کې بريالی شي. په دې توگه سنا مجلس هم د اساسي قانون د وروستۍ خپلواکۍ مرجعې په توگه د مطلق العنان ولسمشر رودريگو دوترته لاسو ته ورغلی دی. د استازو مجلس د ټاکنو نتايج تر اوسه په ډاگه شوي نه دي.
د ملگرو ملتونو پلټونکو د ميانمار پر پوځ د بندیزونو غوښتنه کړې
د ملگرو ملتونو د پلټنو يوه خپلواک کميسيون د ميانمار پر پوځ د بندیزونو لگولو غوښتنه کړې ده. د دې کميسيون له خوا چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان د کميټې له خوا یې په ميانمار کې د وضعيت د ارزولو دنده پر غاړه اخيستې وه، ويل شوي چې د ميانمار د پوځ مشران بايد منزوي کړل شي او د جنگي جنايت، بشريت ضد جنايت او نسل وژنې په تور پرې په محاکمه کې دعوا وشي.