لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په کندهار کې د سړک د غاړې بم شپږ تنه وژلي
په کندهار کې د سه شنبې په ورځ د سړک د غاړې بم چاودنې په پايله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي. د کندهار د پوليسو وياند قاسم افغان، وويل چې د سړک د غاړې په بم ور برابر شوی موټر د ډنډ ولسوالۍ څخه مرکز کندهار ته پر لار وو. زياته شوې چې په موټر کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په وژل شويو کې څلور ماشومان هم شامل دي چې دوه یې هلکان او دوه یې نجونې وې.
امنيتي ځواکونو د طالبانو له دوو زندانونو ۴۷ تنه آزاد کړي
افغان چارواکو ويلي چې په بغلان او کندز ولايتونو کې ځانگړو افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو له دوو زندانونو څخه ۴۷ تنه بنديان آزاد کړي دي. د دفاع وزارت يوه وياند زبير عارف وويل چې د بغلان په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۳۴ تنه آزاد شوي چې د امنيتي ځواک غړي او ملکيان پکښې شامل دي. په عين وخت کې د کندز په اقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو له يوه بل زندان څخه هم ۱۳ تنه آزاد شوي دي.
په کانگو جمهوريت کې شري د وبا شکل خپل کړی
په کانگو جمهويت کې تر ايبولا وروسته اوس شري د وبا شکل خپل کړی دی. په کنساشا کې د روغتيا وزارت له خوا ويل شوي چې د کال له پېل راهيسې تر اوسه د دغه ناروغۍ ۹۰ زره شکمنې پېښې ثبت شوي. زياته شوې چې له دې څخه یې ۶۷۷ په لابراتوار کې هم مثبتې ثابتې شوي. د وزارت له خوا زياته شوې چې هر پنځوسم مريض د دغه ويروسي ناروغتيا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. شری ساري ناروغي ده خو د واکسين له لارې مخه نيول کيدلی شي.
په ټوله نړۍ کې د کارگرو ماشومانو شمير ۱۵۲ ميليون دی
د ملگرو ملتونو له ماشومانو سره د مرستې ادارې يونيسف او د ماشومانو د ژغورنې سازمان «تېرې دي هومز» د ماشومانو د کار پر ضد د کلکې مبارزې غوښتنه کړې. يونيسف د چهار شنبې په ورځ د «ماشومانو د کار پر ضد د نړيوالې ورځې» په مناسبت وويل چې اوس هم ۱۵۲ ميليونه نجونې او هلکان يعني د نړۍ کابو هر لسم ماشوم له خپلې کورنۍ سره د مرستې په موخه کار ته مجبوريږي. د دوی نيمايي یې تر خطرناکو شرائطو لاندې کار کوي.
په هانگ کانگ کې مظاهرې دوام لري
په هانگ کانگ کې د تورنو کسانو د تسلمېدو د لانجمن قانون پر ضد احتجاج دوام لري. د انترنت له لارې غږ شوی دی چې ۵۰ زره کسان دې د سه شنبې په ماښام پارلمان محاصره کړي. د قانون پر اړه د بحث د دويم دور په ترڅ کې ښوونکو، دوکاندارانو، د وکيلانو دفترونو او هوټلونو د چهار شنبې په ورځ د اعتصاب او مظاهرو اعلان کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت له امريکا څخه غوښتي چې د هانگ کانگ په چارو کې دې مداخله نه کوي.