1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د نورو افغان مهاجرو د اخراج ورځ ټاکل سوې ده

۱۳۹۷ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

په افغانستان کې پر خراب امنیتي وضعیت سربیره، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ په نیمايي کې یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر له آلمان څخه کابل ته اخراج شي.

https://p.dw.com/p/3DBTn
Deutschland Abschiebung vom Flughafen München
انځور: Imago/M. Trammer

په افغانستان کې پر دوامداره خراب امنیتي وضعیت سربیره ټاکل شوې ده چې د روانې فيبروري میاشتې پر ۱۹ نیټه یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر له آلمان څخه کابل ته اخراج شي.

د افغانستان د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت یوې سرچینې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبروري ۱۲مه) د دې موضوع د تائید ترڅنګ ويلي دي چې ټاکل شوې ده له آلمان څخه د رد شوو افغان مهاجرو دغه الوتکه د فيبروري میاشتې پر ۱۹ نیټه په کابل کې کښینې.

د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر میاشتي راهیسې له آلمان څخه په شلو پروازونو کې ۴۷۴ رد شوي افغان مهاجر کابل ته اخراج شوي دي.

له آلمان څخه د افغان رد شوو مهاجرو د اخراج موضوع ځکه جنجالي ده چې لا هم په افغانستان کې د سخت دریځه اسلامپاله ډلو یعنې طالبانو او داعش پر وړانډې جګړه ادامه لري.

یوازي تیره اوونۍ له یاغیانو سره په جګړه کې د امنیتي ځواکونو ۵۸ غړي وژل شوي دي. سربیره پر دې د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې بیا د یوه هوايي برید په پایله کې۲۰ ملکیان ووژل شول.

په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د شخړو او جګړو ترڅنګ، د دې هیواد د اوږدمهالې جګړې د پای ته رسولو له پاره د سیاسي حل لاري موندلو هڅې هم پیل شوي دي. د دې هڅو په لړ کې د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړې استازي او طالبانو د استازو ترمنځ څو ځله خبري او مذاکرات شوي دي.

د دې مذاکراتو هدف او موخه د مذاکراتو یوه میز ته د طالبانو او د افغانستان د حکومت راوستل په ګوته شوي دي. ټاکل شوې ده چې د روانې فيبروري میاشتې په وروستیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دغه ډول مذاکراتو یوه بله لړۍ هم پیل شي.

زموږ له آرشیف څخه: