1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه اخراج شوي افغان مهاجر کابل ته ورسیدل

۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

له آلمان څخه د اخراج شوو افغان مهاجرو یوه بله ډله د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسیده. افغان چارواکو ویلي دي چې په دغه الوتکه کې ۲۱ افغانان خپل هیواد ته اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/3FKym
Deutschland Flughafen Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر میاشتې راهیسې دا ۲۲ پرواز دی چې په ډله ایزه توګه رد شوي افغان مهاجر پکې خپل هیواد ته استول کیږي.

تر دې دمخه په ۲۱ پروازونو کې په ټوله کې ۵۱۲ نارینه خپل ټاټوبي ته ستانه کړل شوي دي. رپوټ زیاتوي چې د تیرکال د جولای میاشتې په لومړیو کې د یوه ډله ایز اخراج په ترڅ کې ۶۹ تنه اخراج شوي ول چې یوه کس یي کابل ته تر رسیدو وروسته ځان وواژه.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان ته د مهاجرو اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده، ځکه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی. د طالبانو او داعش پر ضد جګړې زور اخیستی او هره ورځ ملکي کسان د جګړې قرباني ګرځي. طالبان کابو هره ورځ پر حکومتي پوستي او اډو بریدونه کوي.

یوازې په تیره اوونۍ کې د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو تر پنځوسو زیات کسان وژل شوي دي. رپوټ زیاتوي چې په ۲۰۱۸م کال یوازې په کابل کې په ۲۲ لویو بریدونو کې تر۵۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

رپوټ زیاتوي چې په افغانستان کې دا رپوټونه هم د ناکرارۍ سبب ګرځیدلي دي چې ښایي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په افغانستان کې د مستقرو امریکایي سرتیرو یوه برخه وباسي.

خو په عین وخت کې دغه کړکیچ ته د سیاسي حل لارو موندلو هڅې هم روانې دي. تر اوسه د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ څو وارې خبرې اتري شوي دي او دا باید له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته لار هواره کړي.

تیره اوونۍ د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د خبرو اترو پنځم پړاو پای ته ورسید او دواړو لورو له پرمختګونو څخه یادونه وکړه.

(sr/nz (dpa

زموږ له آرشیف څخه: