1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د بن لادن د شکمن ساتونکي پر اخراج نيوکي

۱۳۹۷ تیر ۲۷, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو پر وزیر له دغه هيواده د بن لادن د شکمن ساتونکي د اخراج په اړه نيوکي زياته شوي دي. دغه کس پر هغه فرمان سربيره چې په آلمان کي يې د پاتېدو اجازه وه اخراج شوی دی.

https://p.dw.com/p/31daP
Deutschland Flüchtlingsunterkunft in Ellwangen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Puchner

د حکومت د اپوزیسیون یو شمیر سیاستوالو پر زیهوفر باندې د دغه جنګیالي د دوسیې له کبله سختې نیوکې کړي دي. د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې۱۷ نیټه) د آلمان د زرغون ګوند مشر روبرت هابیک د «زید، ډي، ایف» په نامه آلماني تلویزیوني چینل سره په خبرو کې زیهوفر ته په خطاب کې وویل: «ته کولی نه شې چې په قوانینو کې بدلون راولې.»

د حکومت له بل اپوزیسیون ګوند څخه د آزاد دیموکراتانو مرستیال ولف ګنګ کیوبیکي بیا «آر. بي. بي» تلویزیوني چینل ته وویل: «که چیرته محکمې د حقیقت ویلو له امله پر چارواکو اعتماد نه شي کولی بیا نو په آلمان کې چارې ښې نه بریښي.»

د سمیع ا. په نامه د اسامه بن لادن پخواني شکمن ساتونکي د «بیلډ» په نامه یوې وتلې آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې هغه ته ویل شوي ول چې د اخراج پریکړه یې له «ډیر لوړ مقام څخه راغلې او زه په دې برخه کې څه نه شم کولی.»

په عین وخت کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په داسې حال کې چې د شکمن کس د ژر اخراجیدو موضوع له سیاسي اړخه مهمه وه، خو بیا هم دوی په نورد راین ویستفالن ایالت کې پر ځايي چارواکو د هغه د اخراج د چټکوالي په برخه کې فشار نه دی راوړی. په آلمان کې د یوه کس اخراج تر ډیره پورې د هر ایالت داخلي موضوع وي.

سربیره پر دې د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان فدرالي ادارې یا «بامف» ویلي دي چې دوی د اداري محکمې د پریکړې په هکله معلومات هغه وخت ترلاسه کړل، چې شکمن کس لا له وړاندې تونس ته په یوه پروازې کې پر لار وو.

د اخراجونو په هکله د زیهوفر سخت دریځ

د آلمان په بایرن ایالت کې د انګل امیرکل د ملګري ګوند غړی زیهوفر د پناه غوښتنې او مهاجرت په برخه کې سخت دریځ غوره کړی دی. نوموړي د تیرې میاشتې په اوږدو کې نږدې محافظه کاران سره پاشلې او روانه میاشت یې بیا د مهاجرت د سیاست له کبله نږدې حکومت نسکور کړی وو.

ټاکل شوې چې په النزبخ کې د «فرانکفورتر الګماینه څایتونګ» د یوې سروې پایلې هم د چهارشنبې په ورځ خپرې شي. په دغو پایلو کې د محافظه کارانو له پاره عمومي ملاتړ له ۳۳ سلنه څخه ۳۰،۵ سلنه ته رالویدلی او په دې ترتیب سره د ۲۰۱۰م کال راهیسې دا د دوی له پاره تر ټولو کم ساری ملاتړ دی. خو په مقابل کې بیا د آلمان له پاره بدیل ګوند چې د مهاجرت ضد سیاست لري، ملاتړ له ۱۳سلنه څخه ۱۵ سلنه ته لوړ شوی دی.

د اسامه بن لادن د ساتونکي جنجالي کیسه

سمیع ا. په ۲۰۰۶م کال کې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې چې بریالۍ نه وه. پر هغه تور دی چې په افغانستان کې یې د القاعدې په یوه روزنیز کمپ کې پوځي او فکري روزنه ترلاسه کړې. سربیره پر دې سمیع ا. په مختلفو وختونو کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د شخصي ساتونکي تور هم لگول شوی. نوموړی دغه تورونه ردوي او بیا وروسته په همدې تیره جون میاشت کې په آلمان کې نیول کیږي.

د تونس د عدالیې وزارت یوه ویاند د «بلډ» ورځپاڼې ته په دې هکله ویلي چې تورن کس د تونس تابعیت لري. نوموړي هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکۍ دغه کس به په تونس کې شکنجه شي.

په عین وخت کې له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوو کسانو له ډلې څخه په کابل کې د یوه مهاجر د ځان وژنې د پیښې له کبله هم د آلمان د کورنیو چارو وزیر له سختو انتقادونو سره مخامخ دی. زیهوفر تیره میاشت د «مهاجرت په برخه کې خپل ماستر پلان» وړاندې کړ او اوس د آلمان پارلمان د ګوندي اهدافو له پاره د وزارت له موقف څخه د احتمالي ناوړه استفادې په هکله پلټنې پیل کړي دي.

زموږ له ارشيف څخه: