1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه یوه بله ډله افغان مهاجر اخراجیږي

۱۳۹۷ دی ۱۱, سه‌شنبه

په افغانستان کې پر خراب امنیتي وضعیت سربیره په پام کې ده چې د راتلونکي سه شنبې په ورځ له آلمان څخه یوه بله ډله رد شوي افغانان خپل هیواد ته اخراج شي.

https://p.dw.com/p/3ArET
Deutschland Abschiebeflug vom Flughafen Leipzig-Halle nach Kabul
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان د مهاجرو او راستنیدو چارو وزارت یوه کار کوونکي دا خبر تائید کړې دی چې دغه الوتکه به د راتلونکي سه شنبې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته ورسیږي.

د ۲۰۱۶م کال له دسمبر میاشتې راهیسې په ۱۹ پروازونو کې په ټوله کې ۴۳۹ نارینه له آلمانه افغانستان ته استول شوي دي.

خو د اخراج موضوع شخړه ایزه ده، ځکه چې په دغه هیواد کې د طالبانو او داعش پر ضد جګړې لمن پراخه شوې ده. همدا د دسمبر په ۲۴مه نیټه په کابل کې د فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو معینیت پر ودانۍ شوي برید لږ تر لږه د ۴۳ کسانو ژوند واخیست.

پر دې سربیره د امریکایي رسنیو دا رپوټونه هم د ناکراریو سبب ګرځیدلي دي چې ښایي متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو میشتو ځواکونو نیمایي برخه له دغه هیواد وباسي.

خو په عین وخت کې داسې هڅې هم ګړندۍ شوي دي چې د افغانستان کړکیچ ته یو سیاسي حل وموندل شي. په دې برخه کې تر اوسه د افغانستان د سولې په تړاو د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ څو وارې خبرې اتري شوي دي.

د دوی دغه هڅي باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمو خبرو اترو ته لار هواره کړي. د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو بل پړاو د جنورۍ میاشتې په نیمایي کې په سعودي عربستان کې پلان شوی دی، چې افغان حکومت هم ورته خپل یو پلاوی استوي. خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو انکار کړی دی.

زموږ له آرشیف څخه: