1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اسرائيلو سره د غزې په سرحد کي څه تير سول؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

اسرائيلي عسکرو د غزې او اسرائيلو پر پوله د اغزن تار په اوږدو کې پر مظاهره کونکو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۵۸ فلسطينيان یې ووژل. دا شخړه په بيت المقدس کي د امريکا سفارت د پرانيستلو پر مهال رامنځ ته سوه.

https://p.dw.com/p/2xjO0
Israel Protesten in Gaza
انځور: Getty Images/S. Platt

پرون، دوشنبه (۲۰۱۸م کال کې د مي ۱۴ نيټه) د غزې او اسرائيلو ترمنځ سرحد کې د غزيدلي اغزن تار په اوږدو کې په زرونه فلسطينيانو په بيت المقدس کې د امريکا د نوي سفارت د پرانيستنې پر ضد په مظاهرو لاس پورې کړ.

اسرائيلي عسکرو د دغه مظاهره کوونکو د خپرولو له پاره پر هغوی اوښکې بهونکی گاز وکاراوه او بيا وروسته یې پرې ډزې وکړې. د غزې د خپلواکمني ادارې د روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس د دې ډزو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۸ تنه وژل شوي دي. همدا راز لږ تر لږه ۲۷۷۱ کسان ټپيان شوي دي.

په بيت المقدس کې د امريکا سفارت د پرانستنې دا ورځ چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ «د اسرائيلو له پاره يوه ستره ورځ» بللې، د اسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ د شخړو په ترڅ کې يا په ۲۰۱۴م کال کې پر غزې تراډي تر يرغل وروسته تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

په غزه کې چې د حماس ډله یې کنترولوي، فلسطينيان د مارچ مياشتي له ۳۰ نيټې راهيسې هره اوونۍ په اسرائيلو کې بيرته خپلو کورونو او ځمکو ته د ستنيدو او د غزې د کلابندۍ د له منځه وړولو  له پاره احتجاج  کوي.

له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت انتقال د فلسطينيانو غوسه لا پسې زياته کړه. فلسطينيان د بيت القمدس لويديځې برخې ته په راتلونکې کي د خپل دولت د پلازمينې په سترگه گوري.

د مي د ۱۴ نيټې پيښو ته يوه کتنه:

-   سهار وختي د ولسمشر ترمپ پلویان په بيت المقدس کې د امريکا د سفارت د ودانۍ مخې ته په داسې حال کې راټول شوي ول چې په زرونه امنيتي ځواکونو پر سړکونو گزمې کولې.

-   کابو ۴۰ زره فلسطيني مظاهره کونکي هم د غزې په سرحد کې امنيتي اغزن تار ته څيرمه په هغه سيمه کې راټول شوي ول چې هغوی پکښې د شپږ اوونيو راهيسې احتجاج کاوه.

-   ځينو فلسطيني ځوانانو د ډبرو گوزارونه وکړل او ټايرونو ته اور ورته کړ.

-   اسرائيلي عسکرو اوښکې بهونکی گاز وپاشه او لومړی یې ربري او وروسته يې اصلي مرمۍ وکارولې او د دې دليل له اغزن تاره د مظاهره کوونکو د تیريدو هڅه بلل شوی دی.

-   اسرائيلو ويلي دي چې دوی د خپلې دفاع حق لري.

-   په داسې حال کې چې په غزه کې زرو زياتی روان وو، په بيت المقدس کې اسرائيلي او امريکايي چارواکو او ميلمنو د نوي سفارت پرانيسته لمانځله.

Proteste im Gazastreifen an der Grenze zu Israel
انځور: Reuters/M. Salem

نړيوال غبرگونونه

د فلسطينيانو د خپلواکمني ادارې مشر محمود عباس وويل چې اسرائيلو «ټول وژنه» کړې او امريکا متحد ايالات نور په منځني ختيځ کې يو منځگړی نه دی.

د فلسطينيانو د تندلارې ډلې حماس يوه لوړ پوړي مشر خليل الحيا وويل: «موږ نن نړۍ ته دا په واضح ټکو کې وايو چې زموږ د خلکو سوله ایز مارش دښمن نوري ويني تويولو ته اړ کړ.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيانيه کې ويل شوي: «اسرائيل د خپلې دفاع حق لري... خو د تناسب اصول بايد په نظر کې ونيسي.»

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون په غزه کې د «ناوړه بشري وضعيت» په اړه د آلمان انديښنه تکرارکړه او ویې ويل چې موږ «په څو ځلي د سفارت پر ليږد د غبرگونو» په اړه خبرداری ورکړی وو او په غزه کې مو زور زياتی غندلی او غندو یې.»

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسولي فيدريکا موگیرني هم ويلي: «نن په غزې تړاډه کې د مظاهرو په ترڅ کې د اسرائيلي عسکرو په ډزو په لسونو فلسطينيان چې ماشومانو هم پکښې شامل دي ووژل شول او په سونو نور ټپيان شول. موږ له ټولو اړخونو د زيات محتاطانه چلن غوښتنه کوو څو نور ژوندونه ضایع نه شي.»

امريکا متحدو ايالاتو د دې تازه تاوتريخوالي پړه پر حماس اچولې ده. د سپينې ماڼۍ وياند راج شاه وويل: «د دې وژنو پړه نيغ په نيغه د حماس پر غاړه ده.»

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د کميسارۍ مشر زيد رعد الحسين ويلي چې «هغه چې د بشري حقونو د دې سرغړونو مسوليت لري، بايد حساب ورسره وشي.»

اسلامي او عربي هيوادونو په پراخه کچه د اسرائيلو له خوا د دې زرو زياتي غندنه کړې او بيت المقدس ته یې د امريکا د سفارت پر ليږد نيوکې کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان بيا د اسرائيلو په اړه تنده لهجه خپله کړې ده او د «ټول وژنې» او «ترهگرۍ» تور یې پرې لگولی. ترکیې له واشنگنټن او اسرائيلو خپل سفيران هم ور بللې دي. جنوبي افریقا هم خپل سفير ور بللی دی.

مظاهرې دوام لري

نن، سه شنبه هم په غزه کې مظاهرې دوام لري. فلسطينيان نننې ورځ د «نکبه» يا «ناوړه» ورځې په توگه يادوي. دا هغه ورځ ده چې ۷۰ کاله مخکې په همدې ورځ يعني د می پر ۱۵ نيټه فلسطينيان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړل شوي ول.

cw,es/se(AP,AFP,Reuters,dpa)(B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: