1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان څخه د چک جمهوريت ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه

۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبه

تر هغه وروسته چې یوه ځانمرګي برید په افغانستان کې د چک درې سرتیري ووژل، په دې هیواد کې د افغانستان د ماموریت په اړه تازه بحثونه راپورته شوي. یو شمیر ګوندونه غواړي چې له افغانستانه د چک هیواد ځواکونو و ايستل شي.

https://p.dw.com/p/32n6Q
US-Soldaten in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/N. Shirzada

خو د چک جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر جان هماسیک، بیا دغه غوښتنه رد کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې هیواد یې باید په افغانستان کې له پوځي لحاظه ښکیل پاتې شي. هغه ویلي دي: «موږ باید په [پوځي] ایتلاف کې د خپلو ژمنو په اړه پوښتنې پورته نه کړو.»

په ناټو کې د چک هیواد استازي جیري سیدیوي، هم روښانه کړې ده چې که هیواد یې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي نو په ناټو کې به یې د اعتماد وړ یوه متحد په توګه اعتبار له منځه ولاړ شي.

تر دې مخکې د چک هیواد کميونست ګوند غوښتي وو چې دغه هیواد دې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. دا غوښتنه په افغانستان کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته چې په پایله کې یې درې چکي سرتیري ووژل شول، مطرح شوه.

په افغانستان کې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې وسله واله جګړه روانه ده. د کميونست ګوند مشر چې د چک جمهوریت د حاکم ګوند ملاتړ کوي، د افغانستان د جګړې اوږدوالي ته اشاره کړې او روښانه کړې یې ده چې تر ۱۷ کاله جګړې وروسته د افغانستان ستونزه نه ده حل شوې.

د چک لومړي وزیر اندریج بابیس، ویلي دي چې خپله رخصتي به لنډه کړي او د وژل شویو کسانو د خښولو په مراسمو کې به ګډون وکړي.

تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۳ چکي سرتیري وژل شوي دي. دغه هیواد په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې ۲۵۰ سرتیري لري.