1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان؛ د امریکایي ځواکونو د وتلو پریکړې څه عواقب درلودل؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

یوکال وړاندې د اګست مياشتي ۳۰ مې په شپه د امریکايي ځواکونو وروستی عسکر له افغانستانه ووت. طالبان دا ورځ لمانځي خو یوشمېر افغان شنونکي وايي، امریکایانو افغانستان په یو ناڅرګند برخلیک کې پرېښود.

https://p.dw.com/p/4GGlF
Letzter amerikanischer Soldat, der Afghanistan verlassen
انځور: REUTERS

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې د ۳۰مې نطټې په شپه د جنرال کریس دوناهیو په نوم وروستی امریکايي عسکر له افغانستانه ووت. تردې شپې دوې اونۍ وړاندې طالبانو کابل نېولی و او د وروستي امریکايي عسکر الوتکي په پورته کېدو سره یې د خوشالۍ ډزې وکړې.

د طالبانو حکومت نن عمومي رخصتي اعلان کړې او دا یوه ویاړلې ورځ بولي او وايي چې افغانستان د امریکا له اشغاله خپلواکي ترلاسه کړې ده.

سپنتا: حکومت پخوا لا تیښتي ته تیاری نیولی وو

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل دویچه ویله ته وویل، امریکایانو په دې پریکړې سره په نړېواله کچه د افغانستان اعتبار زیانمن کړ: «دا پریکړه ناسمه وه، دوی په دې برخه کې د افغانانو له دواړو لورو سره سخته جفا وکړه لومړی دا چې جمهوریت ړنګ شو، دویم یې امارت ته ډېرې ستونزې تر شا پرېښودې.»

د دغه پخواني وکيل په خبره د یو کال په تېرېدو سره هم د طالبانو حکومت چا په رسمیت نه دی منلی چې په دې سره د افغانستان او نړۍ ترمنځ یو ستر واټن رامنځته شوی دی.

سولې ته نه ژمنتیا

د ولسي جرګې دا غړی وايي، امریکایانو په افغانستان کې سولې ته ژمنتیا نه لرله، نو ځکه یې پښې سپکې او افغانستان یې په سختو جنجالونو کې یواځې پرېښود.

ایا امریکا به بېرته افغانستان ته راوګرځي؟

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یو کال وروسته هم یوشمېر امریکايي جنرلانو دا احتمال نه دی رد کړی چې بیرته به افغانستان ته وروګرځي.

«افغانستان کې پاتې شوي امریکایي وسلې کشمیر کې موندل شوي»

 د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان فرانک مککنیزي رسنیو ته ویلي چې امریکا خوندې نه ده.

په ترکیه کې افغان شنونکي سید حبیب هاشمي دویچه ویله ته وویل، هغه تېروتنې چې په تېرو شلو کلونو کې امریکا کړې، شونې نه ده چې د ۲۰۰۱م کال په څېر دې بیا ځواکونه ولیږي:

«ولې کومې حملې چې اوس د افغانستان په خاوره ترسره کیږي، مثلا د الظواهري وژل، د افغانستان په فضا د هغوی د ډرون الوتکو ګرځېدل، څار کول او د خپلو اهدافو په نښه کول، په افغانستان کې په دې بڼه حضور ښايي ادامه ولري.»

ښاغلی هاشمي زیاتوي چې اوس امریکا دا فعالیتونه هم د سیمي هېوادونو له همکارۍ پرته نه شي ترسره کولای.

هاشمي وايي، د امریکایانو په دې پریکړه سره د افغانستان هغه نظامی ځواک چې په خپله یې پرې شل کاله پانګونه کړې وه له منځه ولاړ.

د ناتو پخوانی قوماندان: له افغانستانه د پوځونو ایستل تیروتنه وه

افغانستان د ملګرو ملتونو په نوملړ کې یو له هغو هېوادونو شمېرل شوی چې ان ګاونډي هېوادونه یې هم په رسمیت نه پیژني.

د کارپوهانو په وینا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته لس هاوو زره افغانان هېواد پرېښودو ته اړ شول، چې په دوی کې ډېر یې مسلکي کدرونه ول.

په افغانستان کې همدااوس اقتصادي بحران هم یوه بله پایله بلل کیږي، چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ددغه هېواد بانکي نظام ړنګ شو او پرمختیايي چارې په ټپه ودرېدې.

طالبانو د دې ورځې په مناسبت پوځي پریډ جوړ او بیلابیلې وسلې یې نندارې ته وړاندې کړې په دې ننداره کې د سکاټ توغندي هم نندارې ته وړاندې شول.

سکاټ هغه توغندي دي چې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغه وخت افغان پوځ ته شوروي اتحاد پرېښودلې.