له امریکا سره د مذاکراتو له پاره طالبانو پلاوی ټاکلی دی
۱۳۹۷ بهمن ۲۳, سهشنبهد سې شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې په ۱۲ نیټه) طالبانو د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو سره د مذاکراتو له نوي پړاو څخه وړاندې د یوه ۱۴ کسیزه پلاوي د ټاکل کیدو خبر ورکړی دی. په دې هکله د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یاد پلاوي مشري به ملا عباس ستانکزی په غاړه ولري.
د طالبانو له لوري په اعلان شوي ۱۴ کسیزه پلاوي کې د دې ډلې پنځه داسې څیرې هم تر سترګو کیږي چې څو کلونه په ګوانتانامو کې زنداني وو او بیا وروسته په ۲۰۱۴م کال کې د یوه امریکايي سرتیري په بدل کې له بند څخه آزاد شول. د طالبانو په تازه پلاوي کې د انس حقاني نوم هم راغلی دی. انس حقاني د طالبانو پورې تړلې د حقاني شبکې د رهبر ورور او اوسمهال په افغانستان کې زنداني دی.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې حقاني اوسمهال په کابل کې زنداني دی او باید له بند څخه آزاد کړل شي څو د مرکچي په پلاوي کې خپل کار پیل کړي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې شیرمحمد عباس ستانکزی به د دې پلاوي مشر کوي او مولوی ضیاء الرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمری، مولوی امیر خان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم ، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملا محمد انس حقانی، ملا نورالله نوری ، مولوی محمد نبی عمری، ملا عبدالحق وثیق به د یاد پلاوي غړي وي.
طالبانو په دې هکله په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې یاد پلاوی به د ورکړل شوو صلاحیتونو په رڼا کې له امریکايي لوري سره د مذاکراتو د تازه لړۍ د پرمخ بیولو چارې پر غاړه ولري.