1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« سږکال ۷۰۰ زره مهاجر افغانستان ته ستانه شوي»

۱۳۹۷ آبان ۲۴, پنجشنبه

د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او ام) د معلوماتو له مخې په روان میلادي کال کې د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه تر ۷۰۰ زرو زیات مهاجر خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/38HAC
Iran Afghanische Migranten und Arbeiter verlassen Iran
انځور: Tabnak/E. Kouchari

د دغه رپوټ له مخې د افغان مهاجرو یوه لویه برخه چې ۶۷۱ زره تنه کیږي له ایران څخه خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي. دغه معلومات د مهاجرت د نړیوال سازمان د چهارشنبې د ورځې (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۱۴مه) په رپوټ کې راغلي دي.

د رپوټ له مخې د دغو مهاجرو زیاتره یي هغه دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) سره رسما د مهاجرو په توګه نه دي ثبت. یا په بله معنی چې په دغو هیوادونو کې یي د پاتیدو اجازه نه درلوده.

د مهاجرت نړیوال سازمان له ایران څخه د زیاترو مهاجرو خپل هیواد ته د ستنیدو علت په دغه هیواد کې اقتصادي کړکیچ یاد کړی دی. د ایران پولي واحد ریال د امریکايي ډالر پر وړاندې ډیر ارزښت له لاسه ورکړی دی. د رپوټ له مخې په ایران کې زیاتره افغانان په اصطلاح د غیر رسمي اقتصاد برخه کې کار کوي او اوس د دغه ډول کارونو تقاضا ډیره کمه شوې ده.

د مهاجرت نړیوال سازمان په وینا د افغان مهاجرو خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو بل علت ښایي د افغانستان په لویدیځ کې سخته وچکالي وي. د دغه سازمان په وینا وچکالي د سږني دوبي تر مخه د مهاجرت سبب شو.

ویل شوي دي چې افغانان د وچکالۍ له کبله لومړی له خپلو کلیو او بانډو لویو ښارونو ته وکوچیدل، خو دا چې هلته کارونه کم وو نو د خپل بخت د ازمویلو له پاره ایران ته ولاړل. خو په ګاونډي هیواد ایران کې د اقتصادي کړکيچ له کبله هم افغانان د کار په موندلو و نه توانیدل او بیرته خپل هیواد ته راستانه شول.

(آی او ام) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې یوازې تیره اوونۍ ۱۲۰۰۰ افغانان له ایران څخه بیرته افغانستان ته راګرځیدلي دي. همداشان په تیرو درو اونیو کې له پاکستان څخه ۳۸۰ افغانان چې هلته راجستر نه وو هم خپل هیواد ته بیرته ورګرځیدلي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان اوسمهال په خپله د بې کارۍ له لوړې کچې او کمزروي اقتصاد او همداشان د خراب امنیت له کبله د داخلي کډوالو له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

زموږ له آرشیف څخه: