1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له میرکل پرته هم د اروپا بقا امکان لري

۱۳۹۷ آبان ۸, سه‌شنبه

ډير اروپايي هیوادونه د مهاجرت په هکله د میرکل له سیاستونو سره مخالف ول، نورو بیا د هغې پر سختو موقفونو نیوکې کولې. اوس بروکسل د انګلامیرکل ګام پر ګام پر شا کیدل، د یوه نوي پړاو له پاره د پیل په توګه ویني.

https://p.dw.com/p/37MTi
Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

په بروکسل کې د ډيرو څارونکو په نظر په برلین کې د انګلا میرکل لمر لویدل چي غواړي پخپله د گوند له مشرتوبه پر شا شي، تصادفي کار نه دی.

د مهاجرت په اړه د اروپايي ټولني تر ناکامي سرمشریزې وروسته، د پولیتیکو (Politico) په نامه سیاسي خبري رسنۍ په روان اوړي کې د میرکل د زوال په هکله یوه لیکنه کړې وه. د آلمان د صدراعظمې پر خپل ځان د اعتبار موضوع هم په دې وروستیو کې ډیره تاواني شوې وه. د دې راز یوې ضربې دلیل له مسیحي ديموکرات اتحاد، مسیحي سوسیال اتحاد او سوسیال ديموکرات ګوندونو څخه په جوړ شوي ستر ائتلاف کې داخلي کشمکشونه او جنجالونه د لامل په توګه په ګوته کیدلی شي. پولیتیکو رسنۍ هغه وخت لیکلي ول چې میرکل څرنګه اروپايي ټولنه ویشلې ده؟

د بایرن او هیسن تر ایالتي ټاکنو وړاندې، میرکل د ستر ائتلاف د جوړولو پرمهال هم له سختي ماتې سره مخامخ شوې وه. خو هغه وخت هم دا واضح وه چې په ۲۰۱۵م کال کې د ميرکل د مهاجرت سياست په آلمان او ډيرو نورو اروپايي هیوادونو کې د عوامپاله ګوندونو راپورته کیدو او غښتلي کیدو ته زمینه برابره کړه. میرکل په دې ترڅ کې په دې ونه توانیده چې د مهاجرت د سیاست اړوند په اروپا کي پیوستون وساتي. په دې وروستیو کې میرکل د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د تړلو او په شمالي افریقا کې یې د پناه غوښتونکو له پاره د پناه غوښتني د مرکزونو د جوړولو له پاره مبارزه وکړه.

د میرکل پر تګ خوشحالي

په پولنډ، هنګري او ایټالیا کې ډیرو لږو کسانو د آلمان د صدارت له څوکۍ څخه د میرکل د مخه ښې په ځواب کې اوښکې وبهولې. په یونان، قبرس، پورتګال، هسپانیا، ایرلنډ او اوس په ایټالیا کې د اروپايي ټولني ډيرو سیاستوالو چې د مالي کړکیچ له کبله ځپل شوي، د یورو پولي واحد او مالي کړکیچ د حل له پاره د میرکل نقش ناسم ګڼي او په دې هکله د هغې اقدامات ډیر جدي او له اقتصادي اړخه هم د بې وزلۍ ډیرونکې ګڼلي دي.

د اروپايي سیاست مرکز د فرهنګي ټولنې مشر جانیس ایمانویلیدیس په دې هکله وايي: «په حقیقت کې له میرکل پرته هم اروپا [د اروپايي ټولنې بقا] امکان لري.» ایمانویلیدیس دویچه ویله ته وویل چې که چیري تاسې د آلمان یا د دې هیواد د صدراعظم د مقام په څیر د رهبرۍ یو نقش ولرئ، نو په دې صورت کې به هرو مرو داسې هیوادونو او حکومتونه موجود وي چې د آلمان له اقدماتو به ډیر خوښ نه وي. هغه وړاندي تشریح کوي چې په شرقي او غربي اروپا کې داسې خلک هم موجود دي چې [د سیاست له نړۍ څخه] د میرکل په ورکیدو خوښ دي. 

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر، ښی اړخی سخت دریځی ماتیو سالویني د روان کال په سپتمبر میاشت کې په یوه مرکه کې دویچه ویله ته ویلي ول چې میرکل د مهاجرت مسئلې ته په کم نظر یا سترګه کتلي دي. د ایالتي ټاکنو په ترڅ کې په هیسه کې ماتې ته په کتو سره، سالویني وویل چې د ټاکنو پایلې د میرکل له پاره د څټک یو قوي ګوزار دی.

ثبات «ستره سرمایه» ده

د اروپايي سیاست مرکز د فرهنګي ټولنې مشر جانیس ایمانویلیدیس په حواله د اروپايي ټولني ډير غړي هیوادونه بیا هغې ته ډیر احترام او درناوی لري. هغه زیاتوي چې دغه درناوی په دغه بلاک کې نه یوازې د هغې د اوږدې مودې مشرتوب له کبله دی، بلکي دلیل یې دا دی چې هغه په اروپايي ټولنه کې د بل هر سیاستوال په پرتله ډیره تجربه لري. ایمانویلیدیس استدلال کوي چې خلک په دې موده کې د برلین ثبات ساتل ستايي. ایمانویلیدیس وايي چې په نامعلوم وضعیت کې ثبات ستره سرمایه ده.

ایمانویلیدیس وايي چې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په مرکزي دفتر کې ډېر سیاستوال باید دغه حقیقت ومني چې «مور» هغه لقب دی چې د هغې په ګوند او ائتلافي تشکیل کې له میني څخه انګلامیرکل ته کارول کیدی، ښايي په نیږدې راتلونکې کې هرڅه ترک کړي. میرکل له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې د آلمان مشرتوب کوي او اوسمهال له میرکل پرته د سیاست د ډګر فکر کول سخت بریښي. ایمانویلیدیس زیاتوي چې د هغې ځای ناستی یا ځای ناستې تنظیم یعنې وروزل شي.