1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له وچکالۍ تښتیدلي په کمپونو کې له کړاونو سره مخ دي

۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبه

په خپل ژوند کې د دوهم ځل له پاره افغان بزګر مراد خان اسحقزی ۸۰ کاله وړاندې کله چې هغه نوی زیږیدلی وو، د خپلې سیمې ترک کولو ته اړ شوی وو. دغه بزګر د جګړو له کبله نه بلکې د وچکالۍ له ویرې خپل کور د دوهم ځل له پاره پریږدي.

https://p.dw.com/p/36LTa
Dürre in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

اسحقزی چې په خپله ځمکه یې غنم کرلي، د هوا او وچکالۍ له درده سر ټکوي او د هیواد په غرب کې د ۲۵۰ زره هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د باران د نه اوریدو او د حاصلاتو د نه کیدو له کبله بې ځایه شوی دی. د اورښت د نه شتون او د وچکالۍ له کبله په دې سیمه کې د ډيرو خلکو کرنیزې ځمکې او څاروي له ګواښ سره مخامخ دي او د څښاک د اوبو له کمښت سره مبارزه کوي.

د هوا د خراب وضعیت او د طبعیت د غوسې له کبله د افغانستان په لوېديځ کې ډېرو کورنیو خپلې سیمې ترک کړي دي. په کرايي لاریو باندې د خپلو کډو په بارولو سره دغو کورنیو د طالبانو تر کنترول لاندې له سیمو څخه په تیریدو ځانونه د هرات ولایت مرکز یوې څنډې ته رسولي دي. د هرات ولایت په دې وچه او له تیږو ډکه سیمه کې دغو کسانو خیمې درولي او د ژوند تر ټولو ترخې شپې او ورځې سبا کوي.

Anhaltende Dürre
انځور: AP

اسحقزی د خپل ژوند د داستان په هکله وویل: «زموږ پټي او څاروي له منځه ولاړل او موږ اړ شوو چې خپل خره په دښتو کې پریږدو ځکه نور مو خوراک نه شوای ورکولی.» دغه سپین ږیری بزګر له خپلې کورنۍ سره په ګډه له بادغیس ولایت چې تر ټولو ډیر وچکالۍ ځپلی دی، د هرات ولایت ته پناه راوړې ده.

د هرات ولایت په دې سیمه کې د ژوند وضعیت له هرې خوا خراب دی. ځینې وچکالۍ ځپلي دي او ځینې بیا د وسلوالو مخالفینو او حکومتي ځواکونو ترمنځ له شدیدو جګړو د ژوندي پاتې کیدو په هدف د خپلو سیمو ترک کولو ته اړ شوي دي. له عادي حالت څخه ډیرې ګرمۍ او د باد او خاورو اوریدلو د دې کمپ د اوسیدونکو د پوست رنګ بدل کړی دی. دلته ماشومان له تیږو پرته د لوبو له پاره بل هیڅ نه لري. د دغو ماشومانو د ژوند یوه لویه برخه خپلو کورنیو ته د اوبو په راوړلو، خیرات په ټولولو او یا هم له کثافاتو څخه د پاته شونو په ټولو تیریږي.

په دې کمپ کې داسې کسان هم شته چې یو وخت به یې په ویاړ سره د خپلو کورنيو مالي ملاتړ کاوه، خو د ژوند ترخو دې ته اړ کړي چې په یوه زړه خیمه کې ټوله ورځ کښینې او هیڅ هم ونه کړي. د دوی میرمنې د کور د پخلي پر ځای اوس پر ځمکه ناستې او یوازې وچه ډوډۍ پخوي، داسې خواړه چې د دوی د ورځنیو خوړو یوه ستره برخه ده.

Afghanistan Herat Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

اسحقزي د خپل نوي ژوند د ترخو په هکله وویل: «که چیرته ما کولی شوای چې په بادغیس کې پاته شم، نو د ټول هرات ښار په راکولو به هم دلته نه وای راغلی.»

شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې هم د اسحقزي کورنۍ د وچکالۍ له کبله د لنډې مودې له پاره بې ځایه شوې وه. اسحقزی وايي چې دا زما په ژوند کې تر ټولو سخته وچکالي ده. په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو د شمیر زیاتوالي هم حکومت او هم خیریه سازمانونه حیران کړي دي. د بې ځایه شویو له ناورین وروسته د افغانستان حکومت او خیریه سازمانونه هڅه کوي چې دغو کورنیو ته خاوړه، خیمې او روغتیایي خدمات ورسوي.

په داسې حال کې چې ژمۍ هم پر رارسیدو دی، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر ټوبي لنڅر وايي چې اوسمهال لا ډیرو بشري بیړنیو مرسته ته اړتیا ده. لنڅر تیره میاشت په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «د وچکالۍ او شخړو له کبله له ۵ نیم میلیونو ډیر کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.» نوموړي همدا راز ویلي ول چې که چیرته د لنډمهاله بیړنیو مرستو چمتو کولو ته پام ونه شي، د تیرو کلونو په ترڅ کې زموږ پرمختیايي لاسته راوړنې ښايي له منځه ولاړې شي.

په افغانستان کې د تیرکال د ژمي په ترڅ کې د باران او واورو د کم اورښت له کبله اوسمهال شاوخوا ۲ اعشاریه ۲ میلیونه کسان د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په حواله د افغانستان په لوېديځ کې چې د ډېر بې ځایه شوي میشته دي، شاوخوا ۱،۴ میلیونه کسان د خوړو په برخه کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. یاد سازمان ویلي دي چې په دې برخه کې یوازې نیمايي کسانو ته تراوسه پورې رسیدګي شوي ده.

Flüchtlinge Afghanistan Heart Kabul
انځور: DW/S.Tanha

د روان کال په سپتمر میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ یا «اوچا» په یوه رپوټ کې راغلي وو چې د افغانستان په غرب کې د بې ځایه شویو کسانو له ډلې څخه له ۷۰ سلنې ډیر کسان د خوراک له پاره کافي خواړه نه لري. په دغه رپوټ کې همدا راز ویل شوي ول چې له دې ډلې څخه ۳۳۲۰۰ تر پنځه کلنۍ کښته ماشومان بیا له خوار ځواکۍ سره لاس او ګریوان دي چې د ژوندي پاتېدو له پاره درملنې ته اړتیا لري.

په دې کمپ کې میشت کسانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دوی له میاشتو راهیسې یوازې په وچه ډوډۍ او چای ژوند تيروي او دا چې دوی د میو، سبزیجاتو او غوښتې د رانیولو له پاره پیسې نه لري. د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ یو بل بې ځایه شوي نوخان زمانزی چې په خپله خیمه کې ناست دی او خپل شپږ ماشومان ترې راتاو دی، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دلته ټول له لوږې سره مخ دي.» دغه بې ځایه شوي همدا راز وویل چې موږ د جګړې په فکر کې نه وو ځکه جګړه له کلونو راهیسې روانه وه. موږ هلته خوښ وو او په کرنه او مالدارۍ بوخت وو. خو د وچکالۍ له کبله زموږ ماشومان له لوږې سره مخ وو او اړ شوو چې خپل کور او سیمه ترک کړو.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه: