1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

له پاکستانه اخراج شوي کډوال وايي چې خالي لاس وطن ته ستنیږي

۱۴۰۲ آبان ۱۱, پنجشنبه

پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو لپاره ټاکل شوی مهلت د اکتوبر مياشتي پر ۳۱ مه پای ته ورسېد او له یادې نیټې وروسته له دغه هېواد د افغان کډوالو د اخراج لړۍ لا ګړندۍ شوې ده. افغانان وايي هرڅه یې ترشا پاکستان کې پریښي دي.

https://p.dw.com/p/4YKSD
Pakistan | Afghanen müssen das Land verlassen
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

اوس چې هره ورځ ډېري کورنۍ بیرته افغانستان ته ستنیږي، د دوی په ډله کې داسې کورنۍ شته چې ځینې يې د اقتصادي، امنیتي او تحصیلي ستونزو له امله، پاکستان ته ګدوالې شوې وې خو اوس پر دغو ستونزو سربیره د پاکستان حکومت له لورې اړي شوي چې له دغه هیواده ووځي.

له دغه کورنیو یوه یې د عبدالولي خان کورنۍ ده، چې شل کال پخوا پاکستان ته ګډواله شوې وه او د دغه هېواد ، ګجره واله – وزیر اباد کې د ژوند کولو تر څنګ د کباړ کاروبار کاوه، چې د کورنۍ ټول مالي ضرورتونه یې له همدې کارو بار پوره کول.

عبدالولي خان چې اصلاً د قندوز ولایت اوسېدونکی دی، دم کړۍ د خپلې ۲۵ کسیزه کورنۍ سره د ژوند د ګڼو مشکلاتو ترڅنګ د طورخم په ښارګوتي کې؛ د نا معلومه برخه لیک له امله د شنه اسمان لاندې سختې شپي او ورځي سبا کوي.

عبدالولي خان، دویچه ویله ته وویل: «د پاکستاني پولیسو له بد چلند سره مخ وم او په ډیرې بې رحمۍ یې مجبور کړم تر څو کډه بار کړم، حتی د کور ځینې اړین سامانونه او پر خلکو قرض پیسې راڅخه پاتې شوې.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج د لړۍ په پیلدو هیواد ته ستانه شوي افغان کډوال وايي چې هرڅه یې پاکستان کې پریښي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج د لړۍ په پیلدو هیواد ته ستانه شوي افغان کډوال وايي چې هرڅه یې پاکستان کې پریښي.انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

نقیب الله چې دعبدالولي خان ۱۴ کلن زوی دی، وايي چې په زده کړه بوخت وو، خو په دې نه دی توانیدلی چې خپل د زده کړو کتابونه له ځان سره خپل هیواد ته انتقال کړي.

بل اړخ ته په ټولنیز پاڼو داسې انځوورنه خپاره شوي چې تورخم دروازې ته څیرمه د فعالو ځوانانو د یوې ډلې له لوري له پاکستان نه د راستنېدونکو ګډوالو تود هرکلی پکې شوی او د ګلانو په ورکړه يې بدرګه کړي، خو دا لا روښانه نه ده چې راتلوونکي ګډوال به په خپل هېواد کې له څومره مشکلاتو سره مخ وي.

په داسې حال کې چې له پاکستان په زور او جبر د ګډوالو د ایستلو پرېکړه د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له نیوکو سره مخ شوې ده، خو پاکستان د دغې پرېکړې پر عملي کېدو ټینکار کړی او ویلي يې دي چې نرمښت پکې نه شي راوستلی.

په زرګونه کډوال له افغانستان سره پر پوله بند پاتې دي

د دې ترڅنګ د پاکستان دغه پرېکړه په دغه هېواد کې د ځینو سیاسي تنظیمونو، سیاسي فعالانو، ولسي ملاتړ لرونکو او فرهنګي شخصیتونو له لورې هم غندل شوې.

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د اسلامي ورولۍ اصل ته په پام کې له افغان کډوالو سره مناسب چلند وکړي.

د یادونې ده چې دم کړۍ په پاکستان کې په لګونه افغانان اوسي او د ملګرو ملتونو د اټګل له مخې یوازې تر شپږه لکه ډېر افغانان د طالبانو تر دوهم ځلې واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي دي او یوه لویه برخه يې هغه کسان دي چې په پرمختللیو هېوادونو کې د پناه اخېستلو لپاره شیبې شماري.

ب.س / خ.ح / ن.ز

 

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie