1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه د بېرته ستنو شوو افغان کورنیو ستونزې

۱۴۰۳ فروردین ۳۱, جمعه

یو غیردولتي سازمان وايي له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته ایستل شوي ۲۵۰زره افغان ماشومان، تعلیم، خوړو او سرپناه ته اړتیا لري. د تېر نومبر مياشتي راهیسې ۵۲۰ زره افغان مهاجر بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ezE3
یو غیردولتي سازمان وايي له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته ایستل شوي ۲۵۰زره افغان ماشومان، تعلیم، خوړو او سرپناه ته اړتیا لري
یو غیردولتي سازمان وايي له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته ایستل شوي ۲۵۰زره افغان ماشومان، تعلیم، خوړو او سرپناه ته اړتیا لريانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

پاکستان وايي د اخراج کمپاين ېې یوازې پر افغانانو نه، بلکې پر نورو بهرنیانو هم عملي کيږي.

 د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي له پاکستانه افغانستان ته افغان مهاجرې کورنۍ «تقریباً له نشتو امکاناتو» سره بېرته ستنيږي چې د ټولو مهاجرو نژدې نيمايي برخه ېې ماشومان دي.

د دغه سازمان په وینا د ستنو شوو ماشومانو نژدې دوه دريمه برخه ېې په ښوونځيو کې شامل شوي نه دي.

اکثريت بېرته ستنو شوو دغه سازمان ته ويلي دي چې دوی په ښوونځيو کې د ماشومانو د راجستر او شاملېدو له پاره اړين اسناد نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي د دغو ماشومانو څه باندې دوه پر دریمه برخه د پاکستان په ښوونځو کې شامل ول.

د دغو کورنيو په هکله د یاد سازمان یوه سروې ښيي چې ټولې دغه کورنۍ د راتلونکې یوې تر دوو میاشتو له پاره په کافي اندازه خواړه نه لري. ځينې کورنۍ اړ شوي چې د ډوډۍ رانيولو له پاره له نورو کورنيو پیسې پور کړي او یا ېې د خپلوانو او ملګرو په کورونو کې اړولي دي.

د دغو کورنیو يوه بله اضافی ستونزه د نجونو د تعلیم په برخه کې ده، چې هغوی د طالبانو حکومت د امر مطابق نشي کولی له شپږ ټولګي وروسته خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

له پاکستانه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغان کورنیو يوه بله اضافی ستونزه د نجونو د تعلیم ده چې نشي کولی له شپږم ټولګي وروسته ورته ادامه ورکړي
له پاکستانه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغان کورنیو يوه بله اضافی ستونزه د نجونو د تعلیم ده چې نشي کولی له شپږم ټولګي وروسته ورته ادامه ورکړيانځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance

د افغانستان له پاره د ماشومانو د ملاتړ صندوق مشر ارشاد ملک وايي د ګڼ شمېر مهاجرو بېرته ستنېدا، د مخکنیو کمو امکاناتو پر ستونزې یو بل اضافي فشار ایجاد کړی دی.

ملک وايي: «اکثره له اسناد پرته افغان ماشومان په پاکستان کې زېږېدلي دي.» هغه زیاتوي: «افغانستان داسې ځای نه دی څرنګه چې هغوی ورته کور وايي. له پاکستانه د ستنو شوو علاوه، تېرکال له ایرانه هم ۶۰۰زره افغانان رسيدلي دي.»

خو د طالبانو د مهاجرو د چارو وزارت یو ویاند، عبدالمطلب حقاني، وويل چې د هر هغه ماشوم له پاره تعليمي امکانات موجود دي کوم چې د تعلیم بهیر ېې له لاسه ورکړی وي: «هغوی که اسناد ولري او که نه، کولی شي په هر ټولګي کې شامل او زده کړو ته ېې ادامه ورکړي.» حقاني زیاته کړه: «دغه ستونزه زموږ له خوا حل شوې ده.»

پاکستان له څو میاشتو راهیسې د هغو بهرنیانو د اخراج کمپاین پيل کړی دی چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري چې په دې ډله کې ۱ اعشاريه ۷ ميليونه افغان مهاجر هم شامل دي. پاکستان ټينګار کوي چې دغه کمپاین یې مستقیم د افغان مهاجرو پر ضد نه، بلکې نور بهرنيان هم په بر کې نيسي.

   (AP)mks/nz

له آرشیف څخه (03.01.2024):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل