1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستاني چارواکو سره د خلیلزاد ملاقاتونه

۱۳۹۷ دی ۲۸, جمعه

د افغانستان د سولي له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي په اسلام آباد کې له ځينو جګپوړو چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي. پاکستان د افغانستان د سولي پروسې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/3BlMb
Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/S. Mizban

زلمي خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ (۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۱۸مه) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي دي چې په دغه ملاقات کې خلیلزاد، شاه محمود قریشي ته د افغانستان د سولې په تړاو د سیمي هیوادونو ته د خپل وروستي سفر په هکله معلومات ورکړل. زیاته شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي خلیلزاد ته د سولې په پروسه کې د پاکستان د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سیکرترې تهمینه جنجوعه تر منځ د پنجشنبې په ورخ د هيئتونو په سطحه خبري شوي دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې تهمینه جنجوعه د پاکستان پر دې ژمنې ټینګار کړی دی چې د افغانستان د بیا پخلایني په پروسه کې آسانیتا رامنځ ته کړي، څو په سیمه کې د سولې او ثبات ګډ هدف ته د عمل جامه واغوستل شي. زیاته شوې ده چې د افغان سولي پروسې پرمختګ په ګډ مسئولیت پورې تړلی دی. اعلامیه زیاتوي: «دواړه اړخونه پر دې توافق ته رسیدلي چې په پای کې بین الافغاني مذاکرات د دې له پاره خورا مهم دي چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت د څرنګوالي په هکله یو توافق رامنځ ته شي، څو افغانستان یو باثباته او سوکاله هیواد وګرځي او له ګاونډیانو سره په سوله کې اوسي.»

له زلمي خلیلزاد سره په دغه سفر کې د متحده ایالاتو د دفاع او ملي امنیت شورا استازو هم ګډون درلود. پر نورو سربیره په دغه پلاوي کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د ناټو د «پریکړنده ماموریت» قوماندان سکات میلر، هم ګډون لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوري په تیرو میاشتو کې د طالبانو سره د امریکا د مخامخ خبرواترو د آسانتیا رامنځ ته کولو هڅي ستایلي دي.

د پاکستان د ډان، په نوم انګلیسي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د پوځ په عمومي مقر کې د پنجشنبې په ورځ لیدلي دي. رپوټ زیاتوي چې باجوه خلیلزاد ته په دغه ملاقات کې ویلي دي چې پاکستان به «په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کولو له پاره» خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

د پاکستان د حکومت له لوري په یوې خپرې شوې اعلامیي کې راغلي دي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي د جنرال قمر باجوه سره د سیمه ایز امنیت او د افغانستان د سولې او بیا پخلایني پروسې د موضوعاتو پر سر خبرې کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره تلیفوني خبري کړي دي او له هغه څخه یې د سولې د پروسې په برخه کې د دغه هیواد د همکاریو مننه کړې ده.