1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له گوانتانامو آزاد سوي طالب بنديان قطر کي د سولي هڅي کوي»

۱۳۹۷ آبان ۸, سه‌شنبه

د طالبانو یو ویاند وايي چې د امریکايي سرتیري په بدل کې له ګوانتانامو څخه د طالبانو آزاد شوي زندانیان په قطر کې د دوی په سیاسي دفتر کې دي. پاکستان هم د ملاغني برادر په ګډون د طالبانو ځینې مهم کسان آزاد کړي.

https://p.dw.com/p/37MPL
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې له ګوانتانامو زندان څخه آزاد شوي طالب زندانیان په قطر کې دي او د دوی په سیاسي دفتر کې فعالیت کوي.

د طالبانو د ډلې دغه کسان د امريکايي سرتيري بوي بیرګډال چي له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پوري له طالبانو سره بندي وو د آزادۍ په بدل کي له گوانتانامو زندان څخه آزاد شول.

د طالبانو ویاند مجاهد، د دغو کسانو د فعالیت په هکله وویل چې دا په دې معنی دي چې دوی به د طالبانو د استازو په منځ کې وي او په افغانستان کې به د سولې له پاره خبري اترې وکړي.

د امریکا د پوځ سرتیری بیرګډل تیرکال له دندې څخه ګوښه کړل شو، او د ناسم چلند او د اوامرو د نه عملي کولو په جرم ۱۰۰۰ ډالره جریمه شوی وو.