1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين: د کابل بانک زرميليونه ډالره خلکو وړي

۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبه

دا لومړی ځل دی چي د کابل بانک څخه د وړل سويو پيسو دقيقه اندازه معلوميږي.دغه بانک د تير کال د وږي په مياشت کي وروسته تر هغه د افغانستان بانک تر ادارې لاندی راغلی چي د سلگونو ميليونو ډالرو د تاوان خبري يې را پورته سوې.

https://p.dw.com/p/11QVF
په کابل کي ددغه بانک مرکزي دفتر
په کابل کي ددغه بانک مرکزي دفترانځور: DW/M.Jalalzai

داداري فساد سره د مبارزي عالي ادارې مشر تيره ورځ په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال هغه ديرش پاڼيزه راپور رسنيو ته وښود چي پکښي د کابل بانک د وړل سويو پيسو، د اختلاس کارو چارواکو او مقروضينو نومونه او د بانک د ډيوالي کيدو لاملونه په ډاګه سوي ول.

عزيزالله لودين وويل چي دغه بانک ځکه په ځمکه ولويد چي ۹۱۲ مليونه ډالر ترينه وتلي او بيرته ورته ندي راوړل سوي.
په دغه پيسو کي ۵۱۲ مليونه ډالره نغد پورونه او ۴۰۰ مليونه نور امريکايي ډالر پر دغو پوروړو د بانکي سود له اړخه پاتي دي.

د لودين د وينا له مخي د هغه وخت راهيسي چي دوی ته د کابل بانک د بحران د لاملونو او د پورونو او پوروړو د په ګوتو کولو دنده سپارل سوې. دوی توانيدلي چي يوازي ۵۷ مليونه امريکايي ډالر له پوروړو را ټول او د بانک مالي زخيري ته يي وسپاري.

« هغه څيړني چي موږ کړي ۹۱۲ مليونه ډالر د بانک پورونه دي، قرضدارانو ويلي چي ۱۶۵ مليونه ډالر ورکوو، اتيا مليونه ډالره بانکي سود دی چي، د ثور مياشتي تر ۲۶مي نيټي پوري بانک ته د بيرته سپارل سويو پورونو اندازه ۵۷ مليونه ډالره ده، ۴۹ مليونه نور ډالر عادي مشتريانو وړي چي بانک ته به يي سپاري او په ټوليزه توګه ۳۴۷ مليونه ډالر هغه پيسي دي چي بيرته به بانک ته راځي».

د کابل بانک د ډيوالي کيدو سره سم په زرګونو افغانانو خپل بانکي حسابونه دغلته وتړل.
لودين وويل چي د ولسمشر د ورو محمود کرزي او حسين فهيم مسلي يي څيړلي او دا معلومه سوي چي ښاغلي کرزي ۲۹ مليونه ډالر له بانک څخه ندي وړي.

« د ولسمشر حامد کرزي له ورور محمود کرزي څخه يادونه سوې چي ۲۲ مليونه ډالر پوروړی دی، داسي هم ويل سوي چي د مارشال ورور هم پوروړی دی، هغه راغي او ويې ويل چي زه پوروړي يم خو زه حاضر يم چي خپلي ټولي شتمنۍ بانک ته په تظمين کي ورکړم.»

له اداري فساد سره د مبارزي ځانګړي ادارې مشر همدا راز وويل چي ټول هغه کسان به محاکمي ته ودروي چي د څپ څپانده سوي بانک په برخليک يې لوبي کړي دي.

په دغو کسانو کي د خليل فيروزي او شيرخان فرنود نوم ډيراخيستل کيږي.دا دوه هغه څيري دي چي د لودين په وينا يو مهال يي ۵۲ مليونه نغد امريکايي ډالر د کابل هوايي ډګر له لاري د زړو او مندرسو بانک نوټونو په نامه دوبۍ ته انتقال کړي ول.

د يادولو وړ ده چي مرکزي بانک او د ماليې وزارت اوس پر داسي يو پلان کار کوي چي له مخه يې کابل بانک څه موده وروسته په آزاد بازار کي خرڅلاو ته وړاندي کړي.

خو دا کار په هغه صورت کي ممکن دی ، چي ددې بانک حسابونه روښانه او د اوسنيو شريکانو ونډي په رسمي توګه لغوه اعلان سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل