1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه لوړپوړي روسي چارواکي له طالبانو سره لیدلي دي

۱۳۹۷ بهمن ۱۸, پنجشنبه

يوه لوړپوړي روسي ديپلومات د طالبانو له استازو سره لیدلي او له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو یې د مسکو ملاتړ څرګند کړی دی. تر دې مخکې طالبانو په مسکو کې له یو شمیر افغان سیاستوالو سره ولیدل.

https://p.dw.com/p/3CvbD
Afghanistan Konferenz in Moskau Lawrow
آرشيفانځور: Reuters/S. Karpukhin

د اسوشتيد خبري آژانس په حواله، د روسي لوړپوړي ديپلومات او د طالبانو د استازو تر منځ دغه ليده کاته په مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو تر دوه ورځنې ناستې وروسته ترسره شوي دي.

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ويلي وو چې امريکا متحده ايالاتو ورسره منلې ده چې د اپريل مياشتې تر پايه به يې خپل شاوخوا نيمايي عسکر له افغانستانه وباسي. خو دغه خبره بيا د امريکا متحده ايالتونو د پوځ له خوا نه ده تأیید شوې.

د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف، د پنجشنبې په ورځ د «آر آي اې نوويستې» خبري آژانس ته وويل چې روسيه غواړي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ خبرو اترو کې مرسته وکړي.

کابلوف دا هم ویلي دي چې مسکو غواړي په هغه صورت کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي نور هیوادونه هم موافق وي، پر طالبانو باندې لګیدلي بندیزونه لیري کړي.