1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون یو شمیر چاوراکو دندې ځنډولي

۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبه

د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د ښځو پر وړاندې د جنسي زور زیاتیو په هکله د دویچه ویله او یو شمیر نورو رسنیو تر راپورونو وروسته، د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې فدراسیون د یو شمیر چارواکو دندې ځنډولي دي.

https://p.dw.com/p/39l7F
Afghanistan Frauen Fußball Training
انځور: Getty Images/M. Hossaini

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر مشر او یو شمیر چارواکو باندې د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبډلې د ځینو غړو له خوا د جنسي زور زیاتیو تر تورونو وروسته ولسمشر غني سخت غبرګون وښود او په ارګ کې یې د لوی څارنوال په ګډون په یوه ناسته کې دغه کار د افغانیت او اسلامیت ضد کار وباله. ولسمشر غني په دې ناسته کې وویل چې افغانان او پخپله ولسمشر د یوه افغان په توګه د هیواد له عدلي او قضايي ارګانونو څخه د دغې پیښې د پلټنې انتظار لري.

تر دې وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د پیښې د عادلانه پلټنې په موخه د یوې ځانګړې کمیټې د جوړولو خبر ورکړ. د لومړنیو پلټنو په پایله او د پلټنو د پرمخ بیولو له پاره یادې کمیټې لويې څارنوالۍ ته وړاندیز کړی چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مشر په ګډون د یو شمیر نورو چارواکو دندې دې وځنډول شي. د افغانستان د لویې څارنوالۍ سلاکار جمشید رسولي په دې هکله دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل: «د ځانګړې کمیټې په وړاندیز د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشر، د فدراسیون د مرستیال، د سکرتر جنرال، د ګول کیپرانو د کمیټې مسوول او د ولایتونو د اړیکو د مسوول دندې ځنډول شوي دي.»

د رسولي په وینا په دې هکله پلټنې د عدالت او انصاف په ساتلو سره په پوره جدیت سره ادامه لري او دا چې په دې هکله هر راز پرمختګ به له افغانانو سره شریک کړل شي.