1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليبيا له کېمياوي وسلو پاکه سوه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د ليبيا له پاره تاريخي شېبې: د شمالي افريقا دغه هیواد خبر ورکړی دی چي په ۲۰۱۱ کال کي د وژل سوي ديکتاتور قذافي ورپاته وروستۍ کېمياوي وسلې يې له منځه وړي دي. د دغو وسلو په له منځه وړلو کي آلمان هم مرسته ورسره کړې ده.

https://p.dw.com/p/1B2rJ
انځور: picture alliance/ROPI

د کېمياوي وسلو د کنترول سازمان خبر ورکړی دی چي په ليبيا کي کېمياوي وسلې په بشپړه توګه له منځه وړل سوي دي. په دينهاګ کي د کېمياوي وسلو د منع کولو سازمان (OPCW) په حواله د روان کال د جنورۍ مياشتي تر ۲۶ نېټې پوري د ليبيا ټولي وروستۍ کېمياوي وسلې له منځه وړل سوي دي.

د دغه سازمان په خبره په دغو وسلو کي چي د ډول ډول توپونو مرمۍ او بمونه چي له زهرجن ګازو ډک سوي ول له منځه وړل سوي دي. د دې ترمخه د کېمياوي وسلو د منع کولو سازمان مشر پخپله د ليبيا په رواغه ښار کي د کيميايي وسلو په يوه کارخانه کي د وسلو د له منځه وړلو ليدنه کړې وه.

Friedensnobelpreis 2013 OPCW Direktor Ahmet Üzümcü 11.10.2013
انځور: Reuters

د دغه سازمان مشر وويل: «د دغو مهماتو له منځه وړل تر سختو فني شرايطو لاندي ډېر سخت کار وو.» هغه دغه راز د ليبيا له حکومت څخه مننه وکړه چي د کېمياوي وسلو له منځه وړل يې په خپلو لومړيتوبونو کي راوستي ول.

د ليبيا د بهرنيو چارو وزير محمد عبدالعزيز، د يوې «تاريخي شېبې» خبره وکړه. هغه د کېمياوي وسلو د له منځه وړولو په پروسه کي د مرسته کوونکو هيوادونو له سفيرانو سره په غونډه کي وويل: «د نړيوالي ټولني له ملاتړ او د کاناډا، آلمان او امریکا متحده ايالاتو له فني او لوجستيکي مرستو پرته يې هيڅ امکان نه لاره چي دغه وسلې دي په بشپړه توګه له منځه ولاړي سي.»

د قذافي بېړنۍ زېرمه

په ليبيا کي زهرجن ګاز د پخواني ديکتاتور معمر القذافي له وخته پاته وو. ليبيا په ۲۰۰۴ مېلادي کال کي د کېمياوي وسلو د کنترول او له منځه وړلو نړيوال کنوانسيون ومانه او ويې ويل چي نزدې ۲۵ ټنه زهرجن ګاز لري او د له منځه وړلو پروسه يې پيل کړې ده.

خو په ۲۰۱۱مېلادي کال کي د معمر القذافي تر راپرځولو وروسته د ليبيا نوي حکومت نزدې دوه ټنه نور زهرجن ګاز چي د توپونو په مرميو او بمونو کي د استعمال له پاره اماده سوی وو کشف کړ.

دغه وسلې په يوه ځانګړي ځای کي له منځه وړل سوي دي. د له منځه وړلو له پاره يې تخنيکي وسايل يوه سويډني شرکت برابر کړي ول او آلمان د ليبيايي کارپوهانو په روزلو کي مرسته کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب