1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: د مهاجرو د تعليمي ادغام هڅې دي پراخي شي

۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د مهاجرو کوربه هیوادونه په دولتي ښوونځیو کې د پناه غوښتونکو د ماشومانو د ادغام په برخه کې کافي اقدامات نه دي کړي. د نوموړي سازمان په خبره آلمان هم په دې برخه کې زرګونو ښوونکو ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/38dMO
Serbien Belgrad Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/O. Bunic

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) په برلين کې د خپل خپور کړې رپوټ په ترڅ کې خبرداری ورکړی دی چې تر اوسه پوري د مهاجرو ډير ماشومان له مناسب تعليم څخه بې برخې دي.

د۲۰۱۹م کال له پاره د مهاجرت، ادغام او تعليم تر عنوان لاندي د دغه سازمان له رپوټ څخه معلومیږي چې په آلمان کې د مهاجرو د ماشومانو د زده کړې او ټولنیز ادغام له پاره د روزل شویو ښوونکو کمښت موجود دی.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د مهاجرو نیمایې برخه تر ۱۸ کلنۍ د کم عمر درلودونکي دي. ډیري وختونه دغه ماشومان په هغو هیوادونو کې چې پناه یې پکې ترلاسه کړې ده تعليمي نظام ته لاس رسی نه لري.

اکثره هغه هیوادونه د مهاجرو کوربه توب کوي چې د وګړو اکثریت یې د ټیټ یا متوسط عاید درلودونکي دي. خو دا هیوادونه بیا د مهاجرو د دغو ماشومانو د لازمې زده کړې له پاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ وي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د څار یا نظارت په رپوټ کې ویل شوي دي د تعليم ترلاسه کولو په برخه کې د روزنې بهیر ټکنې کیدل هم خنډونه رامنځته کوي. آلمان چې د اقتصاد له پلوه یو شتمن هیواد دی هم د مهاجرو ماشومانو ته د مناسب زده کړې د زمينې مساعدولو په برخه کې د ۴۲ زره ښوونکو له کمښت سره مخامخ دی. 

د رپوټ په متن کې ویل شوي دي کله چې د مهاجرو د ماشومانو د روزنیز ادغام خبره کیږي، نو لکه د چاد، ایتوپیا او یوګاندا د ټيټ عاید او لږو امکاناتو درلودونکو هیوادونو په دې برخه کې تر ټولو ښه کار کړی دی.

سربیره پر دې په دې رپوټ کې د مهاجرو د تنکیو ځوانانو له پاره په کاناډا او ایرلنډ کې د تعليمي پالیسیو ستاینه شوې ده. په دغه رپوټ کې د مهاجرو ماشومانو د زده کړې له پاره بسپنه ورکونکي هیوادونه دې ته هڅول شوي دي چې خپلې مرستې درې برابره زیاتې کړي.

د یونیسکو مشر اړی اسولی، په یوه بیانیه کې وویل: «زده کړه د هر هیواد په ټولنیز نظام کې د ننوتلو او همغږۍ کيلي ده. له دې سره نه یوازې په ټولنه کې تنوع زیاتیږي، بلکې د ښوونکو له پاره هم د مختلف پسمنظر درلودونکو او مختلفو ملتونو ماشومانو ته تدریس یو چیلنج وي».

د آلمان د پرمختیایې چارو وزیر ګرد مولر، د فونکه نیوز رسنیزې ډلې سره په خبرو کې ویلي دي چې آلمان د مهاجرو د زده کړې له پاره په بودیجه کې له ۱۶ څخه تر ۱۳ میلیونه پورې زیاتوالی رامنځته کوي.