1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ماران هر کال تر۸۰ زرو زيات انسانان وژني

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان يووار ويلي ول چې «مار چيچنه عامي روغتيا ته هغه ستر خطر دی» چې ډېرو یې په اړه نه دي اوريدلي. د روغتيا نړيوال سازمان اوس غواړي دې ته تغير ورکړي.

https://p.dw.com/p/3IyI9
Schlangenarten | Riesenboa Titanoboa cerrejonensis
انځور: picture-alliance/dpa

په ټوله نړۍ کې په ميليونو انسانانو په ۲۰۱۴م کال کې د ايبولا د خطرناک ويروس په اړه خبرونه ولوستل چې د گيني له يوه کوچني کلي څخه د لويديځې افريقا نورو برخو، اروپا او امريکا ته خپور شو او شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان یې ووژل.

په داسې حال کې چې د نړيوالو رسنيو نطاقانو خلک د ايبولا ويروس په خطر خبرول، يوه بل تر دې هم خطرناک قاتل د صحرا په جنوب، افريقايي هيوادونو، سويل ختيځي او سهيلي آسيا کې د زرونو انسانانو ژوند واخيست: دا قاتل زهرجن ماران ول.

زهرجنو مارانو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶م کالونو ترمنځ د ۴۰۰ زرو انسانانو ژوند واخيست او په دې ترتيب ماران د ايبولا تر خطرناک ويروس،۴۰ سلنه زيات خطرناک ثابت شول.

که څه هم چې په ټوله نړۍ کې د « anti-venom» په نوم د مار چيچني درمل شته، خو بيا هم زهرجنو مارانو تيرکال تر۱۳۰زرو زيات انسانان ووژل او تر۳۰۰ زرو زياتو کسانو د بدن د غړيو د شوړيدو او يا قطع کيدو سبب شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د دې وضعيت د بدلون له پاره د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۳) يو کاري پلان معرفي کړ.

دغه سازمان غواړي چې تر۲۰۳۰م کاله پورې د ۳۶.۷۶ ميليارده ډالرو په مصرفولو سره د مار چيچني له وجې د مړينې شمير نيمايي کړي.

په دې موخه به د عامه پوهاوي له لارې خلکو ته له مار څخه د ځان ساتني په اړه معلومات ورکړل شي او همدا راز به په تيره بيا په وروسته پاته او بې وزله سيمو کې چې مخکې یې درملو ته لاس رسی نه درلود، په پراخه پيمانه د انتي وينوم درمل د خلکو او روغتيايي مرکزونو په اختيار کې ور کړل شي.

د پراختيا په درشل ولاړو هېواد کې د مار چيچنې پېښې زياتي دي.

د ملگرو ملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان يووار ويلي ول چې «مار چيچنه د انسانانو روغتيا ته هغه ستر خطر دی» چې ډېرو یې په اړه نه دي اوريدلي. په لويديځو هېوادونو کې د مارانو څخه ويره زياتره وخت يوازې د يوې غېر حقيقي ويرې په توگه ارزول کيږي.

خو په امريکا کې بيا دا ويره د توجیې وړ ده: هلته کابو هرکال پنځه کسان د مار د چيچلو په پايله کې ژوند له لاسه ورکوي. په اروپا کې بيا تر امريکا يو څه کم، يعني څلور کسان په کال کې د زهرجنو مارانو له وجې مړه کيږي.

خو د پراختيا په درشل کې ولاړو هيوادونو کې وضعه بل ډول ده. د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د اټکلونو پر اساس هرکال په دې هيوادونو کې د ۸۱ زره او ۱۳۸ زره ترمنځ د مړيني پېښې د مار چيچنې له کبله وي. کارپوهان لا تر دې هم زيات شمير ته اشاره کوي.

زياتره مرگونه د صحرا د جنوب په افريقايي هېوادونو، جنوبي آسيا او همدا راز جنوب ختيځه آسيا کې کيږي. علت یې دادی چې زياتره کلي له روغتونو څخه لېرې د څو ساعتونو په مزل پراته دي. د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله تر۸۰ سلنه زيات قربانيان د کورنيو درملو او يا سيمه ایزو دمگرو له لارې د علاج هڅه کوي. 

د درملنې په برخه کې ستونزې

د رسمي شميرو د نه شتون له کبله د يوه حکومت له پاره ستونزمنه ده چې وپوهيږي چې په رښتيا څومره انسانان د زهرجنو مارانو قرباني کيږي. د مثال په توگه په هند کې د مار چيچنې د مرگونو په اړه په يوه ستره ساحه کې ترسره شوې څېړنه کې اټکل شوی وو چې په ۲۰۰۵م کال ۴۵۹۰۰ انسانان زهرجنو مارانو وژلي ول. د کارپوهانو په حواله دا شمير د هند د حکومت تر رسمي شميرو۳۰ سلنه زيات وو.

په دې توگه دا د هند حکومت په څېر حکومتونو له پاره ستونزمنه ده چې د يوې سيمې د روغتونو د اړتياو سره سم د هغوی له پاره د درمل فرمايش ورکړي.

له اغيزمنو هېوادونو څخه يوازې يو څو د دې درمل د جوړولو وسايل لري. نور بيا مجبوره دي چې د انتي وينوم په نوم دغه گران بيه درمل له لويديځو شرکتونو څخه په لوړه بيه رانيسي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنه په دې اړه وايي: «دلته يوه شېطاني کړۍ رامنځته کيږي چې ډېر هېوادونه نه شي کولی د خپلو روغتونونو له پاره گران بيه انتي وينوم درمل رانيسي، ځکه چې بيه یې نه شي پرې کولی. بلي خوا ته بيا د درملو شرکتونه دا دارو نه جوړوي ځکه ډېر کم پيرودونکي لري.»

د دغه ټولنې له خوا زياته شوې: « نتيجه یې دا شي چې دا درمل هغو ته نه رسيږي چې اړتيا ورته لري.»

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله په هند کې د دې درملنې بيه د ۵ او۱۵۰ ډالرو ترمنځ ده. د دغه ټولنې په رپوټ کې راغلي دي چې زياتره وخت د اغیزمنو د درملنې په موخه کورنۍ مجبوره وي، خپل ټول پس انداز مصرف کړي، کور يا ځمکه خرڅه کړي او ماشومان له ښوونځي څخه وباسي څو وکولی شي د دغه درملنې لگښت پوره کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان په پام کې لري چې په دې اړه دقيق معلومات راټول کړي چې يو روغتون د دغه درملو څومره مقدار ته اړتيا لري.

سازمان همدا راز دا هم په پام کې لري چې په لیرې پرتو سيمو کې اوسيدونکو ته داسې لارې چارې وښيي چې هغوی تر هغه مخکې چې ناوخته شي دې درملو ته لاس رسی ولري، د مثال په توگه د امبولانسونو له لارې.

(b.s/n.z (Clare Roth