1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماشومان هم په ژور خفگان اخته کيدلی شي

۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبه

ديپريشن يا ژور خفگان داسې ناروغي ده چې کوچنيان او تنکي ځوانان هم پرې اخته کيدلی شي. د نورو ماشومانو له خوا ځورونه او يوازې پريښوول یې د نورو ترڅنگ مهم علتونه دي.

https://p.dw.com/p/39wDI
Symbolbild junges Mädchen Gewalt Vergewaltigung
انځور: picture-alliance/Photoshot

په آلمان کې ترسره شوې يوې نوې څيړنې ښوولې چې د ۱۲ او ۱۷کلنۍ ترمنځ درې تر دولس فيصده تنکي ځوانان د ژور خفگان ښکار کيږي. په ماشومانو کې د ژور خفگان علتونه مختلف دي او د هر ماشوم د اخته کيدو علت يې ښايي مختلف وي. خو هغه ډېر پيژندل شوي علتونه یې په اصطلاح د «ژوند پيښې» دي.

د مثال په توگه د يوه ځايه بل ځای ته کډه کول، د مور او پلار ترمنځ طلاق يا بيلوالی، له والدينو څخه د يوه مړينه يا سخته ناروغي او په ښوونځي کې د نورو ماشومانو له خوا ځورونه او يا يوازې پريښوول یې علت گرځيدلی شي. دلته ياد شوي مثالونه د يوه ماشوم پر روان دومره ناوړه اغیز درلودلی شي لکه تيري او يا د جنسي ځورونه پيښې چې یې لري.

همدا راز له يوه کوچني څخه د هغه تر وس او توان زيات کار او وړتيا ښوولو توقع هم هغه په ژور خفگان اخته کولی شي. په ورته ډول ماشوم ته کمه پاملرنه او د مور او پلار او کورنۍ د نورو غړيو ترمنځ خرابې اړيکي هم پر يوه کوچني ناوړه اغیزه کوي او هغه په ديپريشن اخته کولی شي.

ځيني وخت د کمپيوتر او انترنت زيات کارول هم په دېپريشن د اخته کيدو يو علت په گوته کيږي. خو ميشال کولش چې د براندنبورگ په طبي پوهنتون کې د ماشومانو د عقلي او عصبي ناروغيو د برخې استاد دی او له درو کلونو راهيسې د همدغه امراضو د يوه کلينک مشر دی، وايي: «په ځينوو ځانگړو قضيو کې موږ وينو چې د نويو رسنيو زياته کارونه ماشومان په ژور خفگان اخته کوي، خو په عمومي توگه ويل چې د نويو رسنیو زيات کارول سړی د ديپريشن ښکار کوي، سمه نه ده ځکه په دې اړه کافي معلومات نه شته او دا خبره کول به تر وخت د مخه وي.»

Symbolbild Krise in der Familie
د مور او پلار ترمنځ خرابې اړیکې پر ماشوم ډيره ناوړه اغیزه کويانځور: goodluz - Fotolia

خو د نوموړي په آند دا خبره سمه ده چې ځيني په ژور خفگان اخته ماشومان يوازې د کمپيوتر او ځيرک تلیفون سره بوخت وي او په دې توگه یې له نورو انسانانو سره تماس کميږي. دا کار همدا راز د دوی د تمرکز وړتيا کموي او همدا شان پر کمپيوتر او انترنت ځورونه چې د Cybermobbing  اصطلاح ورته کاريږي، بيا د ژور خفگان سبب کيدلی شي.

 څرنگه پوهيدلی شو چې ماشوم مو په ژور خفگان اخته دی؟

د بلوغت په عمر کې چې کم و زيات له لس کلنۍ څخه پیليږي، د ماشومانو په خويونو کې ځیني ځانگړي تغيرات ليدل کيږي. د مثال په توگه ځیني یې نه غواړي له نورو خلکو سره تماس ولري، لوبو او ساعت تیرۍ ته یې میلان کميږي او ژر په غوسه کيږي. همدا وجه ده چې په دغه عمر کې دا معلومول سختيږي. ځکه د ژور خفگان زياتره علايم هغو خويونو ته ورته وي چې ماشومان یې په دغه عمر کې لري. د مثال په توگه خلق تنگي، سستي او ناڅاپي خفگان او يا خوښي.

خو کله چې دا علايم ډېره موده دوام وکړي او د دې لامل شي چې ماشوم يا تنکی ځوان په خپلو کارونو پسې نه رسيږي نو بيا بايد سړی متوجې شي. کله چې وليدل شي چې يو ماشوم ځانته والی خوښوي، په ښوونځي کې یې نمرې کميږي، د ځان زخمي کولو تمايل لري او د مرگ په هلکه ډېر فکر کوي نو دا د مور او پلار له پاره د خبرداري نخښې دي.

دا ډيره مهمه ده چې ديپریشن ژر تر ژره وپيژندل شي. د ميشايل کولش په حواله دلته دوه ټکي دي چې ولې دا مهمه ده چې دا ناروغي بايد ژر وپيژندله شي او درملنه یې وشي. هغه زياتوي: «ژورخفگان داسې يو خاصيت لري چې دا څومره چې اوږد دوام کوي هومره زياتيږي او علايم یې قوي کيږي. او په همدې ترتیب یې درملنه هم سختيږي. که چیرې پرې سړی ژر پوهه شي نو په کمه او لنډه تداوۍ ښه کيدلی شي.»

په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې د ژور خفگان تداوي د پاخه عمر په پرتله ډېره آسانه وي. څيړنو ښوولې چې په ماشومانو کې تر دولسو اوونيو درملنې وروسته د ۶۰ تر ۷۰ سلنه پوري ژور خفگانونه ډير ښه کیدله شي. دا خبره پر ډير سخت ژورخفگان هم صدق کوي. دا يو ډېر مثبت ټکی دی چې د تداوې پر وخت ناروغانو ته ويل کيږي چې د درملنې چانس یې ډېر دی.

زموږ له آرشيف څخه: