1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ایالات: ایران په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي

۱۳۹۷ آذر ۹, جمعه

د ترمپ ادارې پر ایران تور پوري کړی چې د وسلو د صادراتو په هکله د ملګرو ملتونو بندیز تر پښو لاندې کوي او په دې ترتیب په یمن او افغانستان کې یاغیانو ته وسلې او توغندی ورکوي.

https://p.dw.com/p/39BEN
Waffen aus Iran in Ausstellung des US-Verteidigunsministeriums
انځور: Reuters/A. Drago

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۲۹ نیټه) د ترمپ ادارې پر ایران باندي تور ولگاوه چې د وسلو د صادراتو په تړاو د ملګرو ملتونو بندیز تر پښو لاندې کوي او دغه هیواد په افغانستان او یمن کې یاغیانو ته وسلې او توغندي په اختیار کې ورکوي.

پر ایران باندې دغه تازه تور داسې مهال پورې کیږي چې تر دې وړاندې متحده ایالاتو پر ایران باندې په منځني ختيځ او نورو سیمو کې د «مضرو فعالیتونو» له کبله فشارونه ډیر کړي او په ۲۰۱۵م کال کې د نهايي شوي اتومي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته یې پر دغه هیواد باندې یو ځل بیا سخت اقتصادي بندیزونه وضع کړل. ایران په تیرو وختونو کې دغه راز ټول تورونه رد کړي دي.

USA Aktionsgruppe für Iran Brian Hook
د ایران له پاره د امریکا ځانګړي استازي د ایران پر ضد د نړیوال ځواب غوښتنه کړېانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Owen

په واشنګټن کې د یوې پوځي اډې په داخل کې د یوه پرزینټیشن یا د معلوماتو د ورکړې پرمهال د ترمپ ادارې داسې وسلې او د وسلو ټوټي وړاندې کړې چې په افغانستان، یمن، بحرین کې نیول شوي وې. د ترمپ ادارې د دې وسلو د ښوولو پرمهال وویل چې دغه څه د دې ثبوت دی چې ایران یو مخ پر ډیریدونکی او سخت ګواښ دی چې باید مخه یې ونیول شي.

د معلوماتو د ورکړې یا تر پریزینټیشن وروسته د ایران له پاره د امریکا متحدو ایالاتو ځانګړي استازي براین هوک وویل چې وړاندې شوې وسلې د ایران په لاس د سیمې د بې ثباتۍ له پاره د «نه ردیدو ثبوت» دی چې په خبره یې [ایران او د دې هیواد لاسوهنې] داسې یوه ستونزه ده چې نه سمیږي.

هوک همدا راز وویل چې هغه هیله من دی چې [د وسلو او شواهدو] په دې نمایش سره به پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو د بیا وضع شوو بندیزونو له پاره ملاتړ ډیر شي.

هوک خبریالانو ته وویل: «د ټولو هیوادونو له پاره دا مهمه ده چې په دې وپوهیږي چې ایران یو نړیوال ګواښ دی او يوه نړیوال ځواب ته اړتیا لري.» نوموړي زیاته کړې ده چې دا به بې غوري وي چې دغه راز [ایرانۍ] وسلې ومومو او هغه خپرې نه کړو.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو اروپايي متحدین له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې د لاسلیک شوي اتومي تړون پلوي دي او پر دغه هیواد باندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو د بیا وضع کیدو پر وړاندې یې خپل مخالفت څرګند کړی دی.

Waffen aus Iran in Ausstellung des US-Verteidigunsministeriums
په واشنګټن کې له یاغیانو نیول شوې ایرانۍ وسلې نندارې ته وړاندې شوي چې پکې سپکې او درنې وسلې شاملې ديانځور: Reuters/A. Drago

د ایران له پاره د امریکا متحدو ایالاتو ځانګړي استازي هوک په دې هکله چې دغه وسلې کله نیول شوي، معلومات وړاندې نه کړل. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ترمپ اداره داسې معلومات په اختیار کې لري چې د سیمې د بې ثباتۍ له پاره پر ایران باندې د امریکا تورونه په ثبوت ورسوي، هوک په ځواب کې وویل چې ایران له ۲۰۱۳م کال راهیسې په عراق، سوریه او یمن کې د ملیشو د ملاتړ له پاره تر۱۶میلیاردو ډالرو ډیرې پیسې مصرف کړي دي. په یمن کې ایران د داسې یاغیانو ملاتړ کوي چې د سعودي عربستان په مشرتوب یو ائتلاف یې پرضد جنګیږي.

هوک، په یمن کې د حوثي یاغیانو، په افغانستان کې طالبانو، او په بحرین کې یاغیانو ته د ایران د بې پیلوټه الوتکو پر پاته شوو سربیره د راکیټونو او توغندیو ټوټې او سپکې وسلې په واشنگټن کې نندارې ته وړاندې کړلې. نوموړي د امریکا متحده ایالاتو هغه تورونه یو ځل بیا تکرار کړل چې ویلي ول ایران په لبنان کې حزب الله ته د وسلو ورکول ډیر کړي چې په خبره یې دغه وسلې په سوریه کې د بشار الاسد ځواکونو او په عراق کې د شعیه ملیشو د ملاتړ له پاره کارول کیږي.

Jemen angebliche Festsetzung iranisches Schiff mit Waffen
انځور: picture-alliance/Saudi Press Agency via AP

د ایران له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي هوک همدا راز وویل چې د ایران له خوا جوړ شوي له ځمکې څخه هوا ته ویشتل کیدونکي توغندي چې ورباندې د ایران په رسمي ژبه فارسي لیکنه هم موجوده ده، په یمن کې حوثي یاغیانو ته ورکول کیدل خو دغه توغندي سعودي عربستان نیولي دي.

په ۲۰۰۷م کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وسلو د صادراتو بندیز نور هم پراخ کړ او په دې نوملړ کې یې د ایران نوم هم زیات کړ. د ملګرو ملتونو د دغه بندیز له کبله هیڅ هیواد حق نه لري چې پر ایران وسلې وپلوري او ایران هم د دې حق نه لري چې نورو هیوادونو ته وسلې صادرې کړي.

زموږ له آرشیف څخه: