1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متيس: د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا بندیزونه به پاته وي

۱۳۹۷ خرداد ۱۳, یکشنبه

سره له دې چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له کیم جونګ اون سره خپله سرمشریزه تائیده کړې، خو د دغه هیواد پر وړاندې بندیزونه په خپل حال پاتې کیږي. دا خبره د متحده ایالاتو د دفاع وزیر میتس کړې.

https://p.dw.com/p/2yrYf
Singapur Jim Mattis IISS Shangri-la Dialog
انځور: Reuters/E. Su

سره له دې چې نړۍ په ډیر حیرت سره د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ ملاقات ته انتظار باسي، امریکا متحده ایالات پر دغه هیواد خپل فشار نه کموي. دا خبره د امریکا د دفاع وزیر په سینګاپور کې د خپل جاپاني او جنوبي کوریایې سیالانو سره د یوه امنیتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان کړه.

متيس زیاته کړه چې بندیزونه د «بیرته نه راګرځیدو» او د باور وړ اټومي بی وسلې کیدو تر وخته پورې باقي پاتې کیږي. هغه زیاته کړه چې د شمالي کوریا په اړه د ملګرو ملتونو سازمان پریکړه لیکونه هم په خپل حال پاتې کیږي. د جون میاشتې په ۱۲ نیټه د شمالي کوریا او امریکا د ولسمشرانو پلان شوې سرمشریزه په لړزان حالت کې قرار لري.

په سینګاپور کې ملاقات

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون لومړۍ نېټه) د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په ناببره توګه اعلان وکړ چې هغه غواړي د پلان سره سم د شمالي کوریا له ولسمشر سره وويني. ترمپ په سپینه ماڼۍ کې د شمالي کوریا له یوه لوړپوړي پلاوي سره تر خبرو وروسته وویل: «مونږ به د جون په ۱۲ په سینګاپور کې ووينو».

لږ مخکې تر دې فکر کیده چې دغه تاریخي لیدنه کتنه صورت نه نیسي. ترمپ، کیم جونګ اون ته د یوه لیک په ترڅ کې دغه سرمشره لغوه کړې وه. ترمپ د خپلې دغي پرېکړي به استدلال کي د شمالي کوریا «دښمنانه» دريځ بللی ؤ.

خو کله چې د پیونګ یانګ حکومت لا هم دغو خبرو ته خپله غیږه پرانیسې وښودله، ترمپ هم دغو خبرو اترو ته تیاری له سره پیل کړ.

د دغه پلان شوي سرمشریزې اساسي موضوع به د شمالي کوریا اټومي او توغندیز پروګرام وي، له کوم سره چې دغه هیواد د کلونو راهیسې نړیواله ټولنه پارولې ده. دواړو خواو د «اټومي بی وسلې کیدو» په پلوۍ خبره کړې. خو تر اوسه پورې دا واضحه نه ده چې آیا کیم هم له دې موضوع څخه لکه د ترمپ برداشت لري؟

متیس تر اوسه پورې فاصله نیولې وه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم میتس تر اوسه پورې د دغه پلان شوي سرمشریزې په اړه خپل نظر نه وو څرګند کړی. هغه به دا خبره د بهرنیو چارو وزارت ته پریښودله. په لوړو امنیتي ناستو لکه د مونشن امنیتي کنفرانسونو کې دوی خپله ستراتیژۍ بدله کړه.

د جاپان د دفاع وزیر اتزونوري اونو دیره، د شنبې په ورځ د شمالي کوریا پر وړاندی د څرکند دریځ غوښتنه وکړه. اونو دیره، په سینګاپور کې وویل چې د پخوانیو تجربو په پام کې نیولو سره مهمه نه ده چې شمالي کوریا خبرو اترو ته امادګي ښودلې ده. دغه هیواد باید د خپل اټومي او توغندیزو فعالیتونو د بندولو له پاره دقیق اقدامات وکړي.

بل لور ته له سویلي کوریا د هغه سیال، د شمالي کوریا له پاره یو د باور وړ کس دی. تر ټولو په لومړي قدم کې سویلي کوریا له خپل ګاونډي هیواد سره د ډیالوګ او خبرو اترو له لارې د جنجال د حلولو پلوی دی. د سویلي کوریا د دفاع وزیر وویل که سړی د شمالي کوریا د واکمن کیم جونګ اون، انګیزه تر پوښتنې لاندې راولي، له دې سره به د ډیالوګ او هغه پرمختګ مخه ونیول شي چې تر اوسه پورې رامنځته شوی. هغه زیاته کړه چې د شمالي کوریا د بی وسلې کولو په کچه کې توپير موجود دی. تمرکز باید یوازې پر هغو مسائلو ونه شي، په کوم کې چې د نظر اخلاف موجود دی.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: