1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: فرانسه باید یوه افغان ماشوم ته ۱۵۰۰۰ یورو ورکړي

۱۳۹۷ اسفند ۱۰, جمعه

د اروپا يوې محکمې پريکړه کړې ده چې فرانسه بايد یوه افغان ماشوم ته چې شپږ میاشتي يې د «ځنگل» په نوم يادېدونکي کمپ کي ژوند کړی دی، د جبران خسارت په توگه ۱۵۰۰۰ یورو تاوان ورکړي.

https://p.dw.com/p/3EIJX
Frankreich Calais Jungle Zaun Flüchtinge
انځور: Getty Images/C. Furlong

کله چې د ۲۰۱۶م کال په فيبروري میاشت کې د فرانسې چارواکو د دغه هيواد په جنوب، کالې سيمه کې د ځنګل په نامه يادېدونکي غير رسمي مهاجرکمپ د ویجاړولو اقدام وکړ، د فرانسې یوې محکمې حکومت ته امر کړی وو چې د دغه ۱۲ کلن ماشوم مراقبت دي وکړي. خو دغه امر هيڅ عملي شوی نه دی.

د رپوټونو په حواله دغه ماشوم چې له سپتمبر میاشتي راهیسې يې د یاد کمپ په جنوبي څنډه کې په یوه کوډله کې ژوند کاوه، د دغه سيمي په شمالي برخه کي په يوه موقتي سرپناه کې ځای پر ځای شوی.

څو اوونۍ وروسته يې پخپله په غير قانوني توگه بريتانيا ته ځان رسولی چي هيله ئې هلته د پناه اخيستل وه. هغه دغه هيله د ۲۰۱۵م کال له اګست میاشتې راهیسې لرله کله چي ئې په همدې موخه له افغانستانه د نا امنیو له کبله مهاجرت ته مخه کړې وه.

د بشري حقونو له پاره د اروپا محکمې د یاد افغان ماشوم په هکله په خپله پریکړه کې ویلي: «د درخواست ورکونکي کس د حفاظت په برخه کې د چارواکو د ناکامۍ له کبله...[نوموړي ماشوم] شپږ میاشتي په داسې چاپیریال کې ژوند کړی چې د ماشومانو له پاره له روغتیايي، حفاظتي او امنیتي اړخه مناسب نه دی.»