1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

محکمې د ترمپ د املاکو د پلټنې اسناد خپاره کړل

۱۴۰۱ شهریور ۵, شنبه

د فلوريدا محکمې د پخواني ولسمشر ترمپ د هستوګنځي د تفتيش اړوند اسناد په خپلې ویب پاڼه کې خپاره کړل. په دغو اسنادو کې وضاحت ورکړل شوی چې د اف بي آی مامورينو څنګه د مارآلاګو هستوګنځي د تفتيش له پاره قاضي قانع کړی وو.

https://p.dw.com/p/4G7tq
Washington | Präsident Trump Statement Operation Warp Speed
د امريکا پخوانی ولسمشر، دونالد ترمپانځور: Carlos Barria/REUTERS

د فلوريدا محکمې د امریکا د پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ، د هستوګنځي له تفتیش سره په تړاو اسناد خپاره کړي دي. د ترمپ کور د اګست په اتمه د امریکا د فدرالي پولیسو له لوري تلاشي شوی وو. په دغو اسنادو کې راغلي دي چې د امريکا د فدرالي پولیسو اف بي آي مامور، قاضي ته ويلي وو که چيرته په فلوريدا ايالت کې د ترمپ د مارالاګوي املاکو د تلاشۍ کولو اجازه ورکړل شي په هغه صورت کې به مامورین په احتمال سره وشي کړی په «قضايي پروسه کې د خنډ رامنځ ته کولو په تړاو» اسناد او شواهد کشف کړي.

ترمپ بيا د قاضي، بروس راينهارت، چې د هغه د کور د تلاشۍ کولو امر ېې صادر کړی وو، د استعفا غوښتونکی شوی وو.

د امريکا پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ د جمعې په ورځ (د اګست ۲۶مه) له محکمې وغوښتل چې د هغه د املاکو د تلاشۍ اسناد دې د «ځانګړو اسنادو» په توګه وګڼل شي او په خپلواکه توګه دې د دريمګړي شخص تر نظارت لاندې ونيول شي او د دولت له خوا د دغو اسنادو د څيړنې مخنيوي وکړي.

ترمپ تر دې مخکې هم دې ته ورته درخواست کړی وو، خو د دغې دوسېې قاضي د لا ډيرو معلوماتو د ترلاسه کولو غوښتونکی شوي وو.

د ترمپ وکيلانو ويلي دي چې په فلوريدا کې د اګست په اتمه د ترمپ د کور د تلاشۍ اړوند اسناد له حده ډير تور شوي دي او دوی د ترمپ د کور د تلاشۍ کولو د علت په اړه هيڅ معلومات نه ورکوي. د خپرو شویو اسنادو یوه برخه د لوستلو نه دي.

USA Das Mar-a-Lago von US-Präsident Donald Trump
د فلوريدا په پام بيچ کې د دونالد ترمپ د مارالاګو هستوګنځیانځور: Steve Helber/AP Photo/picture alliance

د امريکا عدلېې وزارت د اسنادو د افشا کولو مخالف وو، خو اړ شو چې د دغې دوسېې د قاضي، بروس راينهارت، له سپارښتنو پيروي وکړي. د امريکا عدلېې وزارت د دغه اقدام د توجیه له پاره استدلال کړی چې د هغو شاهدانو د هویت محافظت دې وشي چې په دغو څيړنو کې ېې همکاري کړې ده.

«دونالد ترمپ محرم اسناد له ځان سره وړي دي»

د اف بي آی یا د امریکا د فدرالي پولیسو مامورينو معلومات ورکړي چې په فلوريدا کې د دونالد ترمپ د کور د تلاشۍ پر وخت ېې محرم او طبقه بندي کړل شوي اسناد کشف کړي دي. خو ترمپ ويلي دي چې دغه اسناد محرم نه ول. د ترمپ وکيلانو استدلال کړی چې ترمپ د ولسمشر په توګه د دې اختیار درلود چې دغه اسناد له محرمانه طبقه بندۍ څخه خارج کړي.

پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، د امريکا د فدرالي پولیسو تر تلاشۍ وروسته په خپلې شبکې ترست سوشل کې وليکل، که چیرته چارواکو له هغه څخه د دغو اسنادو په اړه پوښتنه کړې وی، هغه به ورته ټول اسناد ورکړي وو. ترمپ په دغه پيام کې دا هم لیکلي وو: «تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې هغوی به د هغو ۳۳ ميليونه صفحو اسنادو سره، چې اکثره ېې طبقه بندي شوي او اوباما له ځانه سره شيکاګو ته وې وړل، څه کوي؟»

د امریکا ملي آرشيف د ترمپ په ځواب کې ويلي دي چې اوباما له سپينې ماڼۍ څخه تر وتلو وروسته هيڅ محرم اسناد له ځانه سره نه دي ساتلي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ا.ا.

دلته زموږ له آرشيف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ.