1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل غواړي په بروکسل کې بيړنۍ غونډه جوړه کړي

۱۳۹۷ خرداد ۲۷, یکشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل غواړې د مهاجرت پر موضوع د اروپايې اتحاديې غړو هیوادونو سره يوه بيړنې غونډه جوړه کړې. د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر بيا ويلي دي چې دغې ستونزې په سر د مرکل حکومت پرځولو ته هڅې په کار نه دي.

https://p.dw.com/p/2ziMV
Bundeskanzlerin Angela Merkel
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» خپل د يکشنبې (جون ۱۷مه) ورځې په رپوټ کې ويلي دي چې صدراعظمه انګلا میرکل د اروپايي اتحاديې مختلفو غړو هيوادونو سره د يوې بيړنۍ ناستې د جوړيدو په هڅه کې ده تر څو يې د مهاجرت کړکيچ په تړاو په کې ځانګړې خبرې اترې کړي وي.

د سفارتي سرچينو په حواله، ويل شوي دي چې کیدای شي دغه ناسته په راتلونکې اوونۍ کې ترسره شي. په دغې بيړنۍ ناسته کې به د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيوادونه ګډون کوي چې د مهاجرت بحران له اړخه ډير متاثره شوي دي.

مرکل دغه هڅې په داسې يو وخت کې پيل کړي دي چې د هغې د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د مهاجرت مسئلې په تړاو له مرکل سره د نظر اختلاف لري. زيهوفر د باوريا مسيحي سوسيال اتحاد (سي. اس. يو) ګوند مشر دی او د مهاجرت او پناه غوښتنې د سخت سياست غوښتونکی دی. د مهاجرت کړکيچ د هوارۍ په موخه د زيهوفر په نوي «ماستر پلان» کې دا هم شامل دي چې آلمان ته داخليدونکي غيرقانونی مهاجر دې بايد د آلمان له پولو بيرته وګرځول شي. خو د هغه دغه طرحه د انګلا مرکل او د هغې د ګوند مسيحي دموکرات اتحاد (سي دي يو) له لوري نه ده منل شوي. د زيهوفر «ماستر پلان» حاضردمه تعویق ته غورځول شوی دی.

بيړنۍ غونډه تر سرمشريزې مخکې

بلد ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې ميرکل هڅه کوي چې په بروکسل کې دغه بيړنۍ غونډه د اروپايي اتحاديې د سرمشريزې څخه د مخه جوړه کړي. سرمشريزه د روانې مياشتې (جون) په ۲۸ او ۲۹مه ترسره کيږي.

هاخوا د آلمان د کورنیو چارو وزير هورست زيهوفر بيا غواړي چې آلمان کې د مهاجرت او پناه غوښتنې سياست سخت کړي. هغه وايي هغو مهاجرو ته باید آلمان ته د داخليدو اجازه ورنکړل شي، کوم چې د پناه غوښتنې يې رد شوي او يا یې مخکې د اروپايي اتحاديې په يو بل غړي هيواد کې د پناه غوښتنه وړاندې کړي وي.

د مرکل له قوله ويل شوي دي چې د مهاجرت بحران د هوارۍ له پاره د يوې متفقې اروپايي لايحې جوړيدل ضروري ده. په دې تړاو په بروکسل کې جوړيدونکې احتمالي غونډه کې به د یونان، ايټاليا او اتريش هيوادونو مشران ګډون کوي.

اختلافات

مرکل د مهاجرت کړکيچ د هوارۍ په تړاو پر دې ټينګار کوي چې د آلمان په کچه د يوې تګلارې پر ځای دې د اروپا په کچه تګلاره رامنځ ته شي. مرکل په دې برخه کې د آلمان په کچه د هر ډول يواړخيز اقدام مخالفه ده. د آلمان حکومت په رهبرۍ کې د دغو اختلافاتو، په دغه هيواد کې يو ډول سياسي کړکيچ رامنځ ته کړی دی.

هورست زيهوفر خبرداری ورکړی دی چې دوی به د مهاجرت سیاست په تړاو د مرکزي حکومت خلاف په بارويا ایالت کې خپلو ګوندي پروژو ته عملي بڼه ورکړي.

هغه په عين وخت کې بلد ورځپاڼې سره په مرکه کې هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې دی د مرکل له ګوند (سي دي يو) سره د خپل ګوند (سي اس یو) سياسي اتحاد پاي ته رسوي. که چيرته دغه اتحاد پاي ته رسيږي د مرکل حکومت هم ورسره پاي ته رسيدلای شي. زيهوفر په دې اړه ويلي دي: «په سي اس يو کې د صدراعظمې (مرکل) د تخت د پرځولو سره هيڅ ډول ليوالتيا شتون نه لري.»