1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: يو مهاجر بحران نه دی، بلکې يو انسان دی

۱۴۰۰ آبان ۱, شنبه

د آلمان صدارعظمې انګلا مرکل د «مهاجرت بحران» لفظ کارولو پر وړاندې شديده نارضايتي ښودلې ده. مرکل په ۲۰۱۵م کال د مهاجرت د لویې څپې په ارتباط ډيره تر فشارونو لاندې راغلې وه.

https://p.dw.com/p/425yw
Deutschland Tag der Deutschen Einheit Halle Angela Merkel
د مرکل شخصیت د کړکيچونو په هواري کې غښتلی پيژندل شوی دیانځور: Jan Woitas/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظمې آلمانۍ ورځپاڼې «زوددویچه څايتونګ» سره شنبه د اکتوبر ۲۳مه په یوه مرکه کې وويل: «زه اساساً د مهاجرت بحران کلیمې له استفادې څخه پرهیز کوم، ځکه چې زما له پاره یو مهاجر بحران نه دی، بلکې یو انسان دی.»
د ۲۰۱۵م کال په مني کې په لسونو زره مهاجر آلمان ته ورسیدل، چې له هغوی څخه د «مهاجرت بحران» په مفهموم یادونه کیږي. مرکل دغه مفهموم ته داسې اشاره وکړه: «موږ د مهاجرت له حرکتونو سره سر او کار درلود چې د قاچاقبرانو له خوا سازمان ورکول کيده او ورڅخه يې ناوړه استفاده کوله او موږ باید هغوی ته سیاسي ځواب ورکړی وای.»
هغې زیاته کړه: «دا یوه لويه ستونزه وه چې د انساني قاچاقبرانو د جنایتکارانه تجارت سره او د سوريې او اردن د اوضاعو په دليل رامنځ ته سوه کوم چې موږ ورته له هغې څخه مخکې کلونه په کافي اندازه توجه نه وه کړې.» مرکل ټينګار وکړ چې هغه وخت يې هيڅ کله هم له خپل مقام څخه پر استعفا فکر نه وو کړی.