1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشترک مانور، شمالي کوريا ته خبرداری

۱۳۹۶ تیر ۱۷, شنبه

دغه پوځي تمرينات شمالي کوريا ته د خبرداري ورکولو په غرض تر سره شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوريا په تېرو مياشتو کې د توغنديو ازمايښتونو ته د نړيوالو بنديزونو سربېره هم دوام ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2gBl0
U.S. Air Force B-1B Langstreckenbomber
انځور: Reuters/U.S. Air Force/Staff Sgt. Steve Thurow

د ماورا صوت يا له غږ څخه د چټکو «بي وان بي» ډوله الوتکو په واسطه تر سره شوو تمريناتو لس ساعته دوام وکړ. د متحده آيالاتو پوځ ويلي دي چې هغه د شمالي کوريا له خوا د يوه باليستيک قاره يي توغندي د ازمويلو او د دغه هېواد د اتومي تګلارې په غبرګون کې شوي دي. د جنوبي کوريا د «اف ۱۵» او امريکايي «اف ۱۶» ډوله جنګي طيارو له خوا بدرګه کېدونکې بم غورځونکې الوتکې د شمالي او جنوبي کوريا تر منځ پرتې د اوربند تر کرښې پورې ورغلې دي. دغه خبر د جنوبي کوريا خبري اژانس يونهاپ د دفاعي کړيو په حواله ورکړی دی. دغو طيارو په شمالي کوريا کې پر پرتو هدفونو باندې د مشترکو هوايي بريدونو تمثيل او تمرين کړی دی.

په پاسيفيک يا آرام سمندر کې پراته ګوام نومي ټاپو ته د ستنېدو پر مهال د اوږده واټن بم غورځونکو دغو الوتکو د رسمي څرګندونو په حواله د جاپان له «اف ۲» ډوله جنګي الوتکو سره يو ځای په مشترکه توګه الوتنه تر سره کړې ده. د متحده آيالاتو د هوايي ځواک جنرال، تېرينس او شاګنېسي، وويل: «شمالي کوريا زموږ د متحدينو، ملګرو او زموږ د هېواد له پاره هم یو ګواښ دی».

د ده په خبره که وضع جدي شي، نو هغوی دې ته چمتو دي چې «زموږ د متحدو وسلوالو ځواکونو بشپړ مرګونی بالقوه قدرت ورخوشې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوريا د سه شبنې په ورځ، يعنې د امريکا د متحده آيالاتو د خپلواکۍ په ورځ او په هامبورګ کې د جي ۲۰ سرمشريزې د شروع کېدلو لږ مخکې په لومړي ځل يو قاره يي يعنې له لويو وچو تېرېدونکی توغندی ازمويلی وو. د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، د شمالي کوريا واکمن، کيم جونګ اون، ته له دې وروسته د سختو عواقبو ګواښ کړی وو. واشنګټن دا اندېښنه لري چې منزوي شوې شمالي کوريا به په اتومي سرګلولو سمبال د اوږده واټن توغندي جوړ کړي چې د متحده آيالاتو خاوره هم ويشتلی شي.

په دې ترڅ کې متحده آيالاتو هم اعلان کړی دی چې د منځني واټن د باليستيک توغنديو په وړاندې د «تي ايچ ای ای دي» په نوم د توغنديو د دفاعي سيستم نوی تېست به هم تر سره کړي. دا په داسې حال کې ده چې له شمالي کوريا سره ترينګلتيا په زياتېدو ده. شمالي کوريا تېره سه شنبه داسې يو قاره يي توغندی ازمويلی وو چې په تيوري کې د امریکا ځينې آيالتونه لکه آلاسکا او هاوايي ويشتلی شي.

د متحده آيالاتو د توغنديو دفاعي اژانس له خوا جوړ شوی د «تي ايچ ای ای دي» سيستم د لنډ، منځني او اوږده منځني واټن باليستيک توغندي ويشتلی او له منځه وړلای شي. د امريکا د توغنديو دفاعي اژانس ويلي دي چې ازمايښت به د آلاسکا په کودياک سيمه کې تر سره شي. لوک هيد مارتين چې د وسلو جوړونکو شرکت دی، ويلي دي چې هغه د دې وړتيا لري چې د ځمکې په اتموسفېر کې دننه او ورڅخه دباندې هم توغندي وولي. دغه دفاعي سيستم په ګوام او هوايي کې هم لګېدلی دی. د امريکا د توغنديو دفاعي اژانس ادعا کړې ده چې د هغوی «تي ايچ ای ای دي» نومی سيستم د ۲۰۰۶ کال راپه دې خوا په ۱۳ ازمايښتونوم کې سل په سلو کې بريالی وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.04.2017):