1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگه: د لويي جرگې رابلل اړين دي

۱۳۹۰ فروردین ۲۸, یکشنبه

مشرانو جرگې، د امريکا د متحده ايالاتو سره د اوږدې مودې ستراتيژيکو اړيکو د تصميم دپاره د لويي جرگې را بلل ضروري بللي او پدې لاره کي يې د ولسمشر حامد کرزی څخه د ملت استازو ته د ډيرو معلوماتو د ورکولو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/RISh
د افغانستان د مشرانو جرگه
د افغانستان د مشرانو جرگهانځور: DW

د مشرانو جرگې يو شمېر سناتورانو د يکشنبې د ورځي په غونډه کي ويلي چي مخکي تر دې چي لويه جرگه را وبلل سي، د خلکو استازي بايد د امریکا سره د دوامدارو اړيکو د جزئياتو په اړه پوه سي.

د مشرانو جرگې يوې سناتوري نجيبې حسينې وويل چي، د اوږدې مودې د اړيکو پر سره خبري ورځ تر بلي توديږي ولي خلک د هغه د جزئياتو په اړه هيڅ خبر نه لري:

« موږ د رسنيو دلاري خبريږو. ولي په دې اړه چي آيا دا اړيکي د دايمي پوځي اډو پر سر دي او که د اوږدمهاله مرستو په اړه تر اوسه پوري خلک خبر نه دي او ياداچي افغانان څه غواړي او امريکايان څه غواړي.»

خو افغان ولسمشر حامد کرزی ويلي دي چي د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه د امريکا سره د اوږدمهاله اړيکي او په افغانستان کښي د سولي تأمينول دي.

که څه هم چي د مشرانو جرگې ډيری سناتوران د لويي جرگې رابلل يو ضروري کار گڼي خو يو شمېر بيا وايي چي لويه جرگه بايد د اساسي قانون په اساس جوړه سي.

ددغو سناتورانو په خبره ولسمشر کرزی نسي کولای چي لويه جرگه راوغواړي، د هغوی په خبره په ولسواليو کي د شوراگانو د جوړولو دپاره ټاکني نه دي تر سره سوي. ځکه چي په لويه جرگه کښي د اعضاو يوه برخه نا تکميله ده.

خو ولسمشر کرزي ولي چي غواړي يوه عنعنوي لويه جرگه را وغواړي. د مشرانو جرگې رئيس فضل هادي مسلميار په دې غونډه کي وويل چي، د سولي مشروتي جرگه او د سولي سيمه ييزه جرگه عنعنوي جرگې وې چي تر دې د مخه جوړي سوي وې:« موږ تاسو تر اوسه پوري د دوو عنعنوي جرگو شاهدان و. لويه جرگه مطلق نه ده، بلکي لويه جرگه د خلکو اراده ده.»

يو شمېر سناتورانو بيا په لويه جرگه کښي د ښځو پر حضور ټينگار کوی چي په خبره يې په نورو جرگو کښي سمه نونډه نه ول ورکړل سوې.

په غونډه کي سناتوري انارکلي هنريار پر دې باندي ټينگارلاره ، چي په دې جرگه کښي بايد په سلو کښي ۳۰ يې ښځي وي. ځکه په خبره يې هغوئ بايد د خپل هیواد په مهمو مسايلو کښي د تصميم حق ولري.

ولسمشر کرزي ويلي چي د افغانستان حکومت د لويي جرگې د پاره تياري نيسي او ټاکل سوې ده چي په راتلونکو دوو درو مياشتو کښي را وبلل سي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل