1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

معده څنګه ښه ساتل کیدی شي؟

۱۳۹۸ فروردین ۲, جمعه

له ناروغیو څخه د لیرې پاتې کیدو له پاره د انسانانو په معده کې په طبیعي ډول د «مایکرو بایوم» په نامه د یو ډول باکتریاوو شتون او توازن ډیر مهم دی. د معدې د ښې ساتنې له پاره دغه کړنلارې او معلومات ښایي ګټور وي.

https://p.dw.com/p/3FWeo
Bakterien der menschlichen Darmflora
انځور: Imago/Science Photo Library

د انسان په بدن کې د نورو غړو سربیره معده ډیر مهم نقش لوبوي. له ناروغیو د ځان ساتنې له پاره د انسانانو په معده کې د «مایکرو بایوم» په نامه د یو ډول باکتریاوو توازن ډیر مهم شمیرل کیږي. په عمومي ډول کله چې د باکتریا نوم واخیستل شي، نو داسې فکر کیږي چې دوی به حتما د انسان د روغتیا له پاره زیان ولري خو د انسان په بدن کې یو شمیر داسې باکتریاوې موجودې دي چې انسان ته ګټورې ګڼل کیږي. په انسانانو کې مضرې او ګټورې باکتریاوې موجودې دي.

د انسانانو په کولمو کې له سلو ډیرې باکتریاوې ژوند کوي چې د خوړو په هضم کې ډیره مرسته کوي او دغه باکتریاوو ته په طبابت کې د «مایکرو بایوم» کلمه کارول کیږي. د روغتیا د برخي کارپوهان وايي چې په معده کې د «مایکرو بایوم» شتون او توازن په مستقیمه توګه د انسان پر ذهني او فزیکي روغتیا اغیز لري.

مایکرو بایوم څه ته وایي؟

په اصل کې مایکرو بایوم د ناروغیو پر وړاندې د انسانانو ساتنه کوي او سربیره پر دې له خوړو څخه د ویټامینونو او نورو ګټورو موادو د جذب په برخه کې هم مهم نقش لوبوي. د انسانانو په معده کې دغه «ګټورې باکتریا» د یو شمیر نورو باکتریاوو څخه جوړې شوي دي. د دغو راز باکتریاوو یوه برخه په طبیعي ډول د انسان په بدن کې موندل کیږي او ځینې نورې یې بیا زموږ له غذايي رژیم سره تړلې دي. د هر انسان «ګټورې باکتریا» د بل انسان د ښو باکتریاوو سره توپیر لري. دا چې د انسان په بدن کې د مایکرو بایوم توازن ولې ډیر مهم دی، په دې هکله لاندې موارد مهم شمیرل کیږي:

۱. د انسان له مغزو سره د باکتریاوو اړیکه

د انسان په بدن کې د مضرو باکتریاوو د شتون له کبله د انسان ذهني او جسمي روغیتا اغیزمنیدلی شي چې له امله یې ډپریسشن یا خفګان، ناآرامي او ان اوتیزم ته ورته ناروغیو سبب ګرځیدلی شي. په دغو ناروغیو اخته کسان د خبرو کولو پرمهال ستونزې لري او سربیره پر دې یې د فکر کولو وړتیا هم کمزوري کیدلی شي.

۲. د بایوم د څیړنې ارزښت

د ساینس د برخې کارپوهان په دې برخه کې تحقیقات کوي، څو د انسان په بدن کې ګټورې او مضرې باکتریا مشخصې کړي. په دې پروژه کې ساینسپوهانو د انسان په بدن کې شاوخوا ۲۷۳ باکتریاوې را ټولې کړې دي څو دا وموندل شي چې کومې باکتریاوې څه دندې پر غاړه لري. ساینسپوهان وايي چې د انسان په کولمو کې د مضرو باکتریاوو شتون په انسانانو کې د چاغښت یا د ډیر وزن لرلو سبب ګرځي.

Gesundes Verdauungssystem
انځور: Colourbox

۳. په بدن کې د بایوم باکتریاوو نامناسب توازن د ناروغیو سبب ګرځیدی شي


د دوهم ډوله شکرې یا دیابیتس، په مرۍ کې سوزش، د سترې کولمې زخم، د سترې کولمې سرطان، د وینې لوړ فشار او د زړه ناروغۍ د دغه راز ښو باکتریاوو د توازن د نه شتون له کبله رامنځ ته کیدی شي.

۴. سالم انسانان د ویټامینونو اضافي خوراک ته اړتیا نه لري

هغه انسانان چې روغ صحت ولري اړتیا نه لري چې د ګولیو په شکل کې اضافي ویټامینونه ترلاسه کړي. په یوه سالم او روغ بدن کې یوه مشخصه اندازه بایوم موجود وي او له همدې کبله د نورو اضافي باکتریاوو ترلاسه کولو ته اړتیا نه وي. د روغتیا د برخې ساینسپوهان وايي چې ناروغان باید د ضرورت وړ بایوم یا اضافي ګټورې باکتریاوې ترلاسه کړي.

Bakterien der menschlichen Darmflora
انځور: Imago/Science Photo Library

۵. د انتي بیوتیک پرمهال د پرو بیوتیک کارول څنګه دي؟

د انتي بیوتیک د کارونې اصلي هدف د انسان په بدن کې د مضرو باکتریاوو له منځه وړل دي. هغه مهال چې یو ناروغ انتي بیوتیک ترلاسه کوي، باید پرو بیوتیک ونه کاروي. که چیرته دغه راز یو کار ترسره شي، د دې په پایله کې د انسان په بدن کې د مضرو باکتریاوو شمیر لوړیدی شي. انسان کولی شي چې له سبزیجاتو او میوو څخه ګټورې باکتریاوې ترلاسه کړي. مستې او تروه خوراکونه هم د ګټورو باکتریاوو ښې سرچینې دي. د انسان په بدن کې د ګټورو باکتریاوو شمیر له دې امله هم باید لوړ شي چې د مضرو باکتریاوو په شتون کې ګټورې باکتریاوې د انسان په بدن کې د توازن په ساتلو کې ګټورې ثابتیدای شي.

پروبایوتکس څه دي؟

پروبایوتیکس په طبیعې توګه د انسانانو په بدن کې موجود وي او دغه څه په طبیعې اجزاو کې هم موندلی شو. په اصل کې پروبایوتکس ویټامین لرونکې اضافي ګولیو او په خوراکي موادو کې هم موندل کیږي. دغه څه په عمومي توګه د ګټورو باکتریاوو په توګه د انسان د روغتیا له پاره مفیدي بلل کیږي.

پروبایوتکس څنګه کار کوي؟

کله چې پروبایوتکس وکارول شي نو دغه څه د انسان په بدن کې مضر مواد له منځه وړي او د انسان دفاعي سیستم غښتلی کوي چې پایله کې یې د انسان بدن له داخل څخه قوي کیږي. هغه وخت چې د انسان بدن او دفاعي سیستم غښتلی شي، د دې کار په پایله کې د مختلفو ناروغیو پر وړاندې د انسان د بدن مقاومت پیاوړی کیږي او له مضرو باکتریاوو سره په ښه توګه مبارزه کیږي. دا په داسې حال کې ده چې روغ انسانان بیا پروبایوتکس ته اړتیا نه لري، ځکه چې په طبیعي ډول د سالمو انسانانو په بدن کې په کافي اندازه پروبایوتکس موجود وي.

زموږ له آرشیف څخه: