1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا برادر د سولې د خبرو په اړه خوشبینې ښوولې

۱۳۹۷ اسفند ۲۳, پنجشنبه

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له امریکا متحده ایالاتو سره د دې ډلې د وروستیو خبرو اترو په اړه خوشبینې ښوولې ده. هغه ویلي دي چې افغانان بايد د سولې له یوه تړونه اندیښنه ونه لري.

https://p.dw.com/p/3F2VJ
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د خبرو اترو وروستی دور د سه شنبې په ورځ تر ۱۶ ورځو مذاکراتو وروسته پای ته ورسید. دواړو اړخونو په دغو خبرو اترو کې د پرمختګ ادعا کړې ده خو دا لا روښانه نه ده چې امریکايي ځواکونه به کله له افغانستان څخه وځي.

رويترز خبري آژانس ليکلي دي چې ملا برادر په یوه غږیږ پیغام کې چې طالبانو پر انترنت خپور کړی دی ویلي دي: «موږ د سولې خبرو اترو له پاره ډیر هیله من یو ځکه د خبرو اترو وروستي دور ځینې ښه ډیالوګونه لرل چې د سولې په تړاو د لا ډیر پرمختګ له پاره یې لاره هواره کړه.»

د رويترز په حواله دا تېر کال په پاکستان کې له زندانه تر آزاديدو وروسته د ملا برادر لومړۍ څرگندونې دي. برادر هڅه وکړه چې په خپل پیغام هغو افغانانو ته يوڅه ډاډ ورکړي چې له دې څخه ويره لري چې د طالبانو له بیا راتلو سره به د دغې ډلې له خوا سخت قوانین پلي شي.

ملا برادر وویل: «که [افغانان] موږ خپل ورونه ګڼي نو زه پر خدای باور لرم چې ټولې ستونزې به حل شي.» هغه زیاته کړه: «زه له خپلو ټولو هیوادوالو څخه غواړم چې ډاډه ووسي ځکه چې د اندیښنې اړتیا نه شته. له ټولو سره به ښه چلن وشي.»

Katar | Taliban | Friedensgespräche
ويل شوي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ به د خبرو اترو بل پړاو ژر پېل شيانځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

طالبانو له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې د افغانستان په ډیرو برخو کې حاکمیت لره او د ښځو پر زده کړې او موسیقي باندې بندیز لګولی وو. دې ډلې همداراز د سپورټ په ستیدیومونو کې د اعدام سزا ترسره کوله او القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن ته یې په افغانستان کې د پاتې کیدو شرایط برابر کړي وو.

طالبان چې په وروستیو وختونو کې له امریکا متحده ایالاتو سره په خبرو اترو کې ښکیل دي، اوس هم له دې ډډه کوي چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې اترې وکړي. د خبرو اترو د وروستي دور په پای کې امریکایي مرکچیانو وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د دې هیواد له خاورې څخه د ترهګرو د نه استفادې پر موضوعګانو باندې بحث کې پرمختګ شوی دی.

ملا برادر په خپل دغه خپاره شوي پېغام کې ویلي دي: «موږ ګاونډیو، سیمه ییزو او نورو هیوادونو ته ډاډ ورکوو چې راتلونکی سیستم به د هیچا پر خلاف نه وي، موږ د چا تر اغیزې لاندې نه یو او نورو ته د زیان رسولو هدف نه لرو.»