1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاله یوسفزۍ له پاکستانه بيرته ووتله

۱۳۹۷ فروردین ۱۳, دوشنبه

څلور ورځي په پاکستان کي د ملالي یوسفزۍ لیدنه کتنه د ډیرو ملاقاتونو او دوستان سره د بیرته لیدلو سره مل وه. خو دې ته سخت امنیتي تدابیر هم نیول سوي ول.

https://p.dw.com/p/2vNH5
Pakistan Malala Yousafzai in Heimatstadt Mingora im Swat Valley
انځور: DW/Adnan Bacha

د طالبانو له خوا تر وژونکي برید تقریبأ شپږ کاله وروسته د نوبل د سولي جایزې گټونکې، ملاله یوسفزۍ پاکستان ته تللې وه. تر ډیرو عاطفي لیدنو کتنو وروسته هغه نن دوشنبه بيرته انگلستان ته روانه سوه. لکه څرنگه چي ددې د ماما زوی محمود الحسن ويلي دي، د هغې طیارې نن سهار دوهې ته پرواز کړی دی. محمود ويلي دي چي هغې ژمنه کړې ده چي د یوه کال په جریان کي به بیرته راځي: «موږ د هغې راتگ ته ترحد ډیر خوشاله وو، چي ژر یې بیرته ووینو. د هغې راتگ که څه هم ډیر لنډ ؤ، خو ډیر خوندور ؤ.»

د کوچنیانو د حقونو دغه فعاله د تیري پنجشنبه په ورځ په حیرانوکي ډول سره د اسلام آباد هوايي ډگر ته ورسیدله او د پولیسو تر حفاظت لاندي یوه هوټل ته انتقال سوه. دا چي هغه چیري اوسیدله او یا یې له چا سره ملاقاتونه کوله، پټ ساتل سوي ول. پاکستاني طالبان اوس هم ملاله تهدیدوي، ځکه نو هغه غواړي چي په انگلستان کي پاته سي.

ملالي د تيري پنجشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم شاهید خاقان عباسي سره ملاقات لرل. هغې هلته د ډیرو مېلمنو په مخکي یوه ډیره احساساتي بیانیه ورکړه او ویې ویل، چي پنځه کاله يې د دې ارمان درلود چي بیرته خپل ټاټوبي ته راسي: «زه یې باور نه کوم، چي زما دغه خوب په رښتیا بدل سوی دی. که زما خوښه وای، زه به هیڅکله هم له دغه هیواده وتلې نه وای.» هغې وعده وکړه چي بیا به هم په پاکستان کي د کوچنیانو او ځوانانو د تعلیم او تربیې له پاره مبارزه وکړي او په همدې هدف یې د «ملاله فونډیشن» په نامه یو بنسټ جوړ کړی دی.

د تیري شنبې او یکشنبې په ورځو ملالي له خپلي کورنۍ او دوستانو سره وکتل. هغې BBC ته وویل چي له «ملگرو او کورنۍ سره لیدنه او غاړي په غاړه کیدل، ډیر خوند کوي او تر هغه بل ښه حالت نه سته.»

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:( 13.07.2013 )