1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ملي اردو: د طالبانو له زندانه مو ۴۵ امنيتي ځواکونه آزاد کړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۶, جمعه

په کندهار کي د افغانستان د ملي اردو چارواکو ويلي دي چي په زابل ولايت کي يې د عملياتو پرمهال د ملکي وگړو په گډون ۵۳ کسان د طالبانو له زندانه آزاد کړي دي.

https://p.dw.com/p/3HTkG
Afghanistan Parlamentswahlen Zabul
انځور: DW/E. Mahdawi

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ مطبوعاتي مسئول تورن محمد صادق عیسی د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل۲۶مه) دويچه ويله ته وويل، چې د پنجشنبې په ناوخته ماښام يې د کشفي معلوماتو پر بنسټ د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ د ( اولم) په سیمه کي د وسله والو طالبانو له زندان ۵۳ کسان آزاد کړي دي.

هغه وويل چي په دې ډله کي ۴ کوماندو، ۴ ملي پولیس، ۴ محلي پولیس، ۳۲ د ملي اردو عسکر، د ملي امنيت يو غړی او ۸ عام وګړي شامل دي.

د عيسی په خبره عملیات د ملي اردو ځواکونو کړي دي او پکښې چاته تاوان نه دی رسیدلی.

د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتو مسئول محمد صادق عيسی وويل چي ازاد سوي کسان دامهال په کلات کي خوندي او تر ثبت او راجستر وروسته به خپلو کورنو ته ولیږدول سي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

محمد ابراهيم سپېڅلی