1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: افغانستان ته دې د مهاجرو اخراج محدود شي

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

د ملگرو ملتونو له مهاجرو سره د مرستې ادارې ويلي چې اوسمهال افغانستان ته د مهاجرو اخراج يو «غولونکی عمل» دی او دغه هېواد ته باید يوازې په «استثنايي» توگه مهاجر بيرته وليږدول شي.

https://p.dw.com/p/3K7XX
Deutschland | Proteste gegen Sammelabschiebungen nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/H. Kaiser

د ملگرو ملتونو له مهاجرو سره د مرستې ادارې یا (UNHCR) د آلمان استازي دومينک بارتش، د يکشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې امنيتي وضيعت په دې وروستيو مياشتو کې خراب شوی دی. د ملگرو ملتونو د دغه استازي له نظره افغانستان ته د رد شويو مهاجرو «بيرته ستنول بايد په استثنايي» مواردو کې ترسره شي.

بارتش ترهگریزو بريدونو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو پېښو ته په کتو سره وويل چې اداره یې په اصل کې افغانستان ته د مهاجرو د اخراج نه ردوي خو پريکړه کوونکي بايد پر دې وپوهيږي چې «دوی څه ډول يوه هېواد ته دغه مهاجر ليږدوي». بارتش په برلين کې وویل: «اوسمهال په پلازمينه کابل کې خطر ډېر دی.»

نوموړي زیاته کړه چې هغه وخت اوس تېر شوی دی چې له خطر سره مخامخو افغانانو به په کابل کې ځان خوندي احساسوو او له هېواد څخه د وتلو اړتيا به یې نه ليدله. نوموړي د اخراج د پريکړو د نوي سره د ارزونې غوښتنه وکړه. له آلمان څخه افغانستان ته په اصطلاح په ډله ايز اخراج تل نيوکې کيږي.

بارتش ټينگار وکړ: «هغه څه چې په آلمان کې د وگړو له پاره يوه طبيعي خبره ده يعني دا چې دولت به یې له ورانکارو ډلو ساتي، هغه خونديتوب د افغانستان دولت خپلو وگړو ته نه شي ورکولی.»

نوموړي زياته کړه چې د پناه هره غوښتنه  بايد په دقيق ډول و ارزول شي ځکه چې په خبره یې نه يوازې د افغانستان په هره سيمه کې د خطر کچه بل ډول ده بلکه دا چې يو انسان څومره له خطر سره مخامخ دی، هم فرق لري او دا د يوه تن په سن، جنسيت او د اوسيدو ځای پورې هم اړه لري.

په آلمان کې د ملگرو ملتونو د دغه استازي په خبره سربيره پر دې په دې تېرو پنځوو کلونو کې وضعه ډېره بدله شوې ده.  هغه روښانه کړه: «[دا په داسې حال کې ده چې د مهاجرو د اخراج په اړه]او ځينې پريکړې پنځه کاله پخوانۍ دي.»

بارتش وویل: «اوس وضعه بيخې بل ډول ده او دغه پخواني تصميمونه حقيقت ته په کتو سره سم نه دی.»

د هغه په خبره د پناه هر غوښتنليک بايد په دقيق ډول و ارزول شي، پرته له دې چې وړاندې کوونکی یې د کوم هېواد سره تړاو لري او دا خبره تر بل هر هېواد زياته د افغانستان له پاره مهمه ده. 

(bs/sm (dpa

زموږ له ارشیف څخه