1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو پر دوو جګپوړو طالب چارواکو سفري بندیز وضع کړی

۱۴۰۱ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو پر افغان ښځو د طالبانو له خوا د سختو محدوديتونو په غبرګون کې پر دوو طالب چارواکو د سفر بندیز وضع کړی دی. سربیره پر دې د ۱۳ نورو طالبانو د سفر اجازه بيا غځول شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Cyuf
Afghanistan I Die Führung der Taliban
طالب مشران له کيڼ نه ښې لور ته (شیر محمد عباس ستانکزی، شرف الدین دلاور او عبدالغني برادر) - د آرشیف انځورانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو له خوا پر طالب چارواکو د سفر د بندیز دا خبر ديپلوماتانو دوشنبې په ورځ له فرانسې خبري آژانس سره شريک کړ. د سفر په اجازه چې ۱۵ طالب چارواکو ته د خبرو اترو په موخه له هېواد څخه دباندې د سفر لاره هواره کړې وه، د دوشنبې په ورځ یې موده پای ته رسېدله.

په دې ترڅ کې د ديارلسو چارواکو د سفر معافيت د لږ تر لږه نورو دوو مياشتو له پاره هم وغځول شو خو د طالبانو د لوړو زدو کړو وزارت دوه لوړ پوړي چارواکي ښوونځيو ته د نجونو او ښځو د نه لاس رسي له کبله له سفر څخه منع شوي دي.

د یوه ديپلومات په حواله چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، دغه دوه چارواکي چې اوس پرې د سفر بندیز لګول شوی دی يو یې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت مرستيال سيد احمد سيداخيل او بل د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني دی.

په اګست مياشت کې واک ته تر رسېدو راهيسې طالبانو د ښځو د زده کړو په برخه کې  هغه پرمختګونه چې په تېرو دوو لسیزو کې شوي ول، تعليم او دولتي دندو ته د هغوی د لاس رسي او د سفر په برخه کې په محدوديتونو سره د هیڅ برابر کړل. 

ديپلوماتو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې تر لانجمنو مذاکراتو وروسته د ملګرو ملتونو پر طالبانو د بندیزونو کميټه پر دې سلا شوه چې د ۱۳ طالبانو د سفر اجازه د «۶۰ جمع ۳۰ ورځو» له پاره وغځوي.

د دغو ديپلوماتانو په حواله ځينو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو د ناوړه وضعيت له کبله پر دغو طالب مشرانو د سفر د بندیز د لګولو غوښتنه وکړه خو ځينو نورو یې بيا مخالفت وکړ.

يوې ديپلوماتیکي سرچينې ويلي چې د هوکړې د شرایطو پر اساس به د ۱۳ طالب چارواکو د سفر معافيت په دريمه مياشت کې هغه وخت «چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کوم غړی اعتراض ونه لري» په اتوماتيک ډول غځيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)