1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ملګرو ملتونو په کندز کې د ۱۳ ملکیانو وژل کیدل تایید کړل

۱۳۹۸ فروردین ۵, دوشنبه

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې تیره اوونۍ په کندز کې د نړیوالو ځواکونو په یوه برید کې د ماشومانو په ګډون۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Fcc0
Karte Afghanistan Provinz Kundus Englisch
انځور: DW

هوایي برید د جمعې او شبنې ورځو تر منځ په سیمه کې د حکومت پلوو ځواکونو په ملاتړ ترسره شوی دی. دغه ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت ول.

د ملګرو ملتونو په یوه بیانیه کې راغلي دي: «لومړۍ موندني ښيي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ۱۰ ماشومان ول. دا ټول د یوې کورنۍ غړي ول چې په یوه بله سیمه کې د جګړې له کبله له خپلو کورونو بې ځایه شوي ول.»

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو له ډلې څخه یوازې امریکایان هوایي بریدونه ترسره کوي. په افغانستان کې د ناټو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس د پیښې په اړه څیړنې کوي.

دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږی چې ملکي افغانان په مخ پر ډیریدونکي ډول په خپل هیواد کې د روانې جګړې قربانیان کیږي. د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله په ۲۰۱۸م کال کې د جړګې له کبله تر بل هرکال ډير ملکي تلفات دوی ثبت کړي دي.
 

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې د طالبانو او داعش له خوا پر ملکي کسانو هدفمندانه بریدونه هم ډیر شوي دي.

دې رپوټ زیاته کړې ده چې د امریکايي او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې زیاتوالي هم په ۲۰۱۸م کال کې ملکي تلفات لوړ کړي دي. په دې کال کې تر۵۰۰ ډیر ملکیان په هوايي بریدونو کې وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو په حواله په افغانستان کې په تیره لسیزه کې لږ تر لږه ۳۲۰۰۰ ملکيان وژل شوي او ۶۰ زره نور بیا ټټیان شوي دي.

ms/nz (afp)