1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: تر ۲۰۳۰ د جندر مساواتو هدف ته رسيدل ناممکن دي

۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعه

د ملګرو ملتونو یو تازه رپوټ وايي په ټوله نړۍ کې ښځو سره د روغتيا، تعلیم، کار او واک کې د سهم لرلو په برخو کې د تعصباتو ژورې رېښې موجودې چې له همدې کبله تر ۲۰۳۰م کال پورې د جندر مساواتو هدف ته رسېدل ناممکن دي.

https://p.dw.com/p/4W6cr
د م.م. سازمان یو تازه رپوټ وايي نړۍ کې ښځو سره د موجوده ژورو تعصباتو له وجې د ۲۰۳۰ جیندر مساواتو هدف ته رسېدل ناممکن دي
د م.م. سازمان یو تازه رپوټ وايي نړۍ کې ښځو سره د موجوده ژورو تعصباتو له وجې د ۲۰۳۰ جیندر مساواتو هدف ته رسېدل ناممکن ديانځور: picture alliance/AP Photo/B. Mategwa

د ملګرو ملتونو سازمان د «The Gender Snapshot 2023» په نامه رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، د دغه سازمان ښځو، د جندر مساواتو ته د ودې ورکولو څانګې او د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارو ويلي دي چې نړۍ له ښځو او نجونو سره خپلو هدفونو ته په رسېدو کې مرسته نه کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د موندنو پر اساس، «د جنسیت برابرۍ پر وړاندې موجود فعال مقاومت او همېشنۍ لږه پانګونه [په دې برخه کې] د سست پرمختګ لاملونه دي او په ځینو حالاتو کې خو لا مخکینۍ لاسته راوړنې هم معکوسې شوي دي.»

په رپوټ کې زیاته شوې چې «د جنسي او د ميندوارۍ اړونده روغتيايي آسانتياو ته غیر مساوي لاسرسی، په سیاست کې غیرمساوي حضور، اقتصادي توپيرونه او د قانوني حفاظت کمښت د هغو موضوعاتو له ډلې دي چې [د جنسيتي مساواتو کې] د پام وړ پرمختګ مخنيوی کوی.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالي، ماریرا فرانسیسکا سپاتولیسانو، په یوه خبري کنفرانس کې د هغو ښځو او نجونو وروستیو وروسته پاتې کېدو ته اشاره وکړه چې په جګړه ځپلو هېوادونو او حساسو سيمو کې ژوند کوي. هغې همدارنګه وويل چې د اقليمي بدلون اغیزې، او «د جنسيتي مساواتو پر وړاندې فعال مقاومت او اوږدمهاله کمه پانګونه» هم له هغو مواردو څخه دي چې د جنسيتي مساواتو پرمختګ يې ټکنی کړی او په ځینو مواردو کې خو یې لا دغه بهیر پر شا راوستلی دی.

طالبان چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي،نجونو او ښځو باندې د تعلیم کار او ټولنیزو برخو کې محدودیتونه لګولي دي
طالبان چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي،نجونو او ښځو باندې د تعلیم کار او ټولنیزو برخو کې محدودیتونه لګولي ديانځور: AFP/Getty Images

د ۲۰۳۰ اهداف

د ملګرو ملتونو رپوټ د هغو مواردو ارزونه کوي چې د ښځو د پرمختګ له پاره د دغه سازمان د ۲۰۳۰ کال په اهدافو کې شامل دي. په دغو اهدافو کې د فقر او تعلیم څخه نېولې د اقلیمي تغییراتو اغیزو او د بشري حقونو ترخو او دردونکو نابرابريو او د ټولې نړۍ په سطحه د ښځو د مساواتو له پاره «لږې ژمنې» ترسیم شوي دي.

یو مهم هدف د فقر له منځه وړل دی. رپوټ وايي نن ورځ د هرو لسو ښځو له جملې څخه یوه ېې، یا ۱۰ اعشاریه ۳مه برخه ښځې صرف په ورځ کې پر ۲ اعشاریه ۱۵ ډالرو خپل ژوند تېروي، چې دا د فقر تر ټولو سخت حالت دی.

رپوټ زیاتوي که وضعیت همداسې ادامه ولري نو د نړۍ د ښځينه نفوس ۸ سلنه برخه چې ۳۴۲ اعشاریه ۴ ميلیونه نجونې او ښځې کيږي، په ۲۰۲۳م کال کې به هم د فقر تر ټولو سخت وضعیت کې ژوند ولري چې اکثریت ېې د صحرا د جنوب افريقايي هېوادونو سره تړاو لري.

په افغانستان کې وضعيت

په رپوټ کې د نجونو او ښځو تعلیم ته د نه لاسرسي په برخه کې بیا افغانستان ته هم یوه لنډه اشاره شوې ده. رپوټ وايي سربېره پر دې چې د هلکانو او نجونو له پاره د تعلیم په برخه کې امکانات مخ په ډېرېدو دي، اما په ميلیونونو نجونې، په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو سیمو کې نه دي توانېدلی چې ټولګيو ته ولاړې او یا خپلې تعلیمي دورې بشپړې کړي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ جنسيتي مساواتو اهداف، د هر ماشوم له پاره په متوسطه ښوونځيو کې د باکیفیته تعلیم غوښتنه کوي. په رپوټ کې ويل شوي دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالب واکمنانو نجونې له شپږم ټولګي پورته ښونځيو ته له تلو منع کړي دي.

په افغانستان کې د پوهنتونو له پاره د کانکور آزموينې د نجونو د حضور پرته ترسره شوې، چې پایلې ېې څو ورځې مخکې اعلان شوې. طالبان چې له څه باندې دوو کلونو پر افغانستان حاکم دي، نه یوازې دا چې تر اوسه ېې د ښځو د تعلیم موضوع نه ده حل کړې، په دغه موده کې ېې د ښځو په کار او ټولنیزو فعالیتونو کې هم محدودیتونه وضع کړي دي.

د م.م. رپوت وايي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د جنسيتي مساواتو هدف ته د رسيدلو له پاره هر کال کابو ۶ اعشاريه ۴ تريليون ډالرو ته اړتیا ده
د م.م. رپوت وايي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د جنسيتي مساواتو هدف ته د رسيدلو له پاره هر کال کابو ۶ اعشاريه ۴ تريليون ډالرو ته اړتیا دهانځور: Khatibul Umam

د اړتیا وړ بودجه

په رپوټ کې راغلي چې «ممکن په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ په سطحه تر ۱۲۹ میلیونه نجونې او ځوانې ښځې ښوونځيو ته لاسرسی ونه لري. د پرمختګ موجوده ارقامو ته په کتو په ۲۰۲۳م کال کې به کابو ۱۱۰ ميلیونه له ښوونځيو همداسې لرې پاتې شوي پاتې وي.» 

رپوټ زیاتوي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د جنسيتي مساواتو هدف ته د رسيدلو له پاره نړۍ ۴۸ د پرمختګ په حال کې هيوادونه هر کال کابو ۶ اعشاريه ۴ تريليون ډالرو ته اړتیا ده چې ۷۰ سلنه نفوس تر پوښښ لاندې ونیسي چې په هغو کې، فقر، لوږه او له ښځو څخه د لا ډېر ملاتړ کولو موارد هم شامليدای شي.

رپوټ کې ويل شوي که چېرته د حکومتونو مصارف په همدې موجوده حالت کې پاتې وي، په هغه صورت کې به د کال ۳۶۰ ميليارډ ډالره کموالی رامنځ ته شي، هغه بودجه چې ملګري ملتونه ېې له پاره اپيل کوي.

(AP)mks/bs

له آرشیف څخه يو انځوریز البوم: