1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: د زلزلې د مړو شمېر ښايي ۵۰ زرو ته ورسيږي

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

په ترکيه او سوريه کې تر ويجاوړونکې زلزلې وروسته د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ښايي د مړو شمېر له ۵۰ زرو څخه هم واوړي.

https://p.dw.com/p/4NNmq
USA UN-Sonderbeauftragter Martin Griffiths
انځور: Xie E/Xinhua News Agency/picture alliance

د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همغږي کوونکي، مارتين ګريفيتس، ترکيې ته تر سفر کولو وروسته د سکای نيوز چېنل ته وويل چې دقيق اټکل لا سخت دی، خو د قربانيانو شمېر به احتمالاً »دوه برابره يا لا زيات شي.« د شنبې په ورځ د ګريفيت تر ورتګه پورې د مړو شمېر له ۲۸ زرو څخه هم اوښتی و.

په سوريه کي زلزله: بشري مرستي له خنډونو سره مخامخ دي

په ترکيه کې د چارواکو په حواله تر شنبې ورځې پورې ۲۵ زره ۶۱۷ مړي موندل شوي. په سوريه کې د رسمي شمېرو له مخې لږ تر لږه ۳۵۷۴ تنه مړه شوي دي. د روغتيا نړيواله اداره په دې نظر ده چې اوسمهال ښايی ۲۶ ميليونه تنه په ترکيه او سوريه کې د دغه ناورين له خوا اغېزمن شوي وي. لږ تر لږه ۸۷۰ زرو کسانو ته بايد د ملګرو ملتونو په حواله تاوده خواړه ورسول شي، په داسې حال کې چې يوازې په سوريه کې ښايي تر ۵،۳ ميليونو پورې وګړي بې کوره شوي وي.