1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان د مهاجرینو په کوربتوب سره نړیوال مثال ټینګ کړی»

۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي مشر ویلي چې د نړیوالې ټولنې د لږې مرستې باوجود، پاکستان د میلیونونو افغان مهاجرینو په کوربتوب سره یو نړیوال مثال ټینګ کړی دی. نن په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو په تړاو یو کنفرانس هم رابلل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3XsSj
Deutschland Libyen-Konferenz in Berlin
انځور: Reuters/A. Schmidt

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۱۶مه نیټه) د پاکستان د څلور ورځني سفر پرمهال د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتریش، وویل چې پاکستان د افغان مهاجرینو په کوربتوب سره یو نړیوال مثال پریښی دی. ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي مشر به نن په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو په تړاو جوړ شوي یوه نړیوال کنفرانس ته وینا هم واوروي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر وویل: «پاکستان نن ورځ په ټوله نړۍ کې د مهاجرینو د کوربتوب له اړخه دوهم ستر هیواد دی.» ګوتریش زیاته کړه چې سره له دې چې پاکستان په کور دننه خپلې ستونزې لري، خو بیا یې هم د نړیوالې ټولنې له لوري د محدود ملاتړ ترڅنګ د میلیونونو افغان مهاجرینو له پاره پناه او حفاظت وړاندې کړی دی.

۴۰ کاله تیر شول خو اوس هم مهاجر یو

د ملګرو ملتونو عمومي مشر په خپلو خبرو کې همدا راز نور هیوادونه وهڅول څو له پاکستان سره مرسته وکړي او په جنوبي آسیا او د نړۍ په نورو برخو کې د مهاجرینو په برخه کې حکومتي مشران باید په ورته یوه اقدام لاس پورې کړي.

په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو د څلویښتو کلونو د پوره کیدو په مناسبت په دغه نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري، د مهاجرینو او بیرته راستنیدوکو چارو وزیر محمد عالمي بلخي او همدا راز په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل، هم ګډون لري.

زموږ له آرشیف څخه: