1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م او امريکا په افغانستان کي پرښځو دکاربنديز لغوه کول غواړي

۱۴۰۲ دی ۴, دوشنبه

په افغانستان کي د ښځو پر کار کولو باندي له بنديز لگولو يو کال وروسته، د بشري حقونو په چارو کي د امريکا او ملگرو ملتونو ځانگړو استازو ټينگار کړی چي دغه ډول بنديز د مرستو رسولو بهير له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4aYni
Afghanistan Kabul | Taliban Kämpfer in der Stadt
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

يو کال مخکي په همدغه مياشت کي د طالبانو د اقتصاد وزارت د يوه فرمان په صادرولو سره، په نړيوالو او ملي بڼسټونو کي د ښځو او نجونو پر کارکولو بنديز ولگاوه.

په دغو بڼسټونو کي د ښځو د کار کولو د بنديز د يوه کال له پوره کيدو سره سم، د ملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي او د افغانستان له پاره د بشري حقونو او د ښځو په چارو کي د امريکا متحده ايالاتو ځانگړې استازي يو وار بيا د طالبانو له خوا د ښځو پر کار باندي دبنديزپه هکله د فرمان د لغوه کيدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو د سازمان د بشري حقونو ځانگړي راپور ورکوونکي ريچارد بنت، يووار بيا په دغه هيواد کي د ښځو پر کار باندي د بنديز د لغوه کيدو غوښتونکی سو.

ريچارد بنت، ټينگار وکړ چي په اقتصادي وضعيت کي د ښځو نقش حياتي او د افغانستان د ټولني د پرمختگ له پاره د هغوی ونډه ضروري ده.

ريچارد بنت، د يوه پيغام په استولو سره په خپله ايکس پاڼه کي ليکلي: «طالبانو يو کال مخکي په غير دولتي سازمانونو کي ښځي له کار کولو منع کړې. موږ يو وار بيا د دغه تحريم د لغوه کولو غوښتونکي يو. د يوه عزتمند او بشپړ ژوند له پاره کار او تحصيل حياتي موضوعگاني دي.»

د بشري حقونو او ښځو په چارو کي د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړې استازي رينا اميري، په افغانستان کي په غير دولتي سازمانونو کي د ښځو پر کار د بنديز په کاليزه کي وويل چي په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د ښځو پر کار باندي د بنديز له امله د بشري مرستو رسول له گواښ سره مخامخ سوي دي. رينا اميري، تيره شپه د ايکس په نامه خپله پاڼه کي وليکل چي د دغه فرمان د لغوه کيدو په هکله غوښتنه بايد پياوړې سي.

د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟

د رينا اميري د پيغام په يوه برخه کي راغلي دي: «د طالبانو له خوا په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د افغان ښځو د کارکولو ځنډ، د حياتي بشري مرستو د رسولو له پاره يو جدي گواښ دی.»

هغې ټينگار وکړ: «موږ بايد د افغانانو په منځ کي د بنديزونه لغوه کړئ! شعار پياوړی کړو.»

طالبانو د تير کال په جدي مياشت کي په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د ښځو پر کارکولو د بنديز اعلان وکړ.

تر دغه فرمان وروسته، د افغانستان ډېري ښځي او نجوني پر کور کښيناستلې. هغو نړيوالو سازمانونو چي د مرسته رسولو بهير يې تر ډېره ځايه د ښځو پر کار کولو پوري تړلی وو، خپل فعاليتونه په افغانستان کي په ټپه ودرول او يا يې هم وځنډول.

مخکي له دې هم، د ملگرو ملتونو سازمان او د مرستو نورو نړيوالو بڼسټونو، د ښځو د کار بنديز، د ښځو له اساسي حقونو څخه د سرغړوني او د ملگرو ملتونو د منشور خلاف يو بل مورد وباله.

هغوی ټينگار وکړ چي دغه پريکړه به، د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو او بشري خدماتو د وړاندي کولو بهير په جدي ډول اغيزمن کړي.

د ښځو پر کار او تحصيل  باندي د بنديز د لغوه کيدو په هکله د نړيوالې ټولني له خوا پر خبرداريو او غوښتنو سربيره، طالبانو په څه د پاسه دوو وروستيو کلونو کي په دې هکله هيڅ اقدام نه دی کړی.

 lGP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب