1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ملگري ملتونه د غزني د ښار د وضعیت په هکله اندیښنه لري

۱۳۹۷ مرداد ۲۲, دوشنبه

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې غزني د دې ښار د اوسیدونکو د سترګو پر وړاندې د جګړې په ډګر بدلیږي. هغه پر ښکیلو اړخونو باندې غږ کړی چې د ملکیانو ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/334nU
UN Hauptquartier in New York
انځور: picture-alliance

ملگري ملتونه  د غزني  د ښار د اوسیدونکو د روان وضعیت په هکله اندیښنه لري. د افغانستان لپاره د ملگرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر مشر ریک پیپرکورن، د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل: «د غزني اوسیدونکي د جمعې له ورځ را په دې خوا په رڼو سترگو گوري چې څرنگه د هغوی ښار د یوې جگړې په ډگر بدلیږي.»

له څلور ورځو را په دی خوا طالب یاغیان او حکومتي ځواکونه د ښار په دننه کې له یو بل سره په خونړیو نښتو کې ښکیل دي.

پيپرکورن وویل چې روغتونونه په کافي اندازې درمل نه لري او دغه راز د ښار د ۲۷۰ زرو اوسیدونکو لپاره د خوراکي توکو کمبود رامنځ ته شوی دی. هغه د جگړۍ په اړخونو غږ وکړ چې نړیوال مقررات مراعات کړي او د ولسی خلکو ژوند خوندی وساتي.