1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ګراف لوړ شوی دی

۱۳۹۷ اسفند ۵, یکشنبه

د ملګرو ملتونو په حواله د ۲۰۱۸م کال په ترڅ کې د افغانستان د شخړې له امله د ملکي تلفاتو ګراف یو وار بیا تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی. دغه سازمان ویلي چې تیر میلادي کال ۳۸۰۴ تنه ملکیان وژل شوي.

https://p.dw.com/p/3DzHH
Bildergalerie Jahresrückblick 2018
انځور: Reuters/O. Sobhani

د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۲۴ نیټه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ یا (UNAMA) او د بشري حقونو دفتر رپوټ ورکړی چې په ۲۰۱۸ م کال کې په افغانستان کې د جګړو او بریدونو په پایله کې ۳۸۰۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۷۱۸۹ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. دغه شمیر تر دې د یوه کال مخکې یعنې د ۲۰۱۷ م کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمیر د لوړوالي په هکله دغه رپوټ د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د تازه لړۍ تر پیلیدو یوه ورځ وړاندې خپریږي. د افغانستان د شخړې د پای له پاره د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو مذاکراتو د سولې په هکله هیلي ډیرې کړي خو په عین وخت کې یې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د یوې بلې کورنۍ جګړۍ د پیلیدو په هکله ویرې هم را پارولي دي.

د ملګرو ملتونو په حواله، وروسته له هغه چې دوی په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمیر په ثبتولو پیل وکړ، د تیرې لسیزې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۲ زره ملکیان وژل شوي او ۶۰ زره تنه نور بیا ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د تازه رپوټ په حواله، په ۲۰۱۸م کال کې د ملکي تلفاتو د شمیر د لوړوالي ترڅنګ په افغانستان کې په قصدي توګه د ملکیانو د په نخښه کولو له امله مرګونه هم د پام وړ لوړ شوي دي. د رپوټ په حواله د ملکي تلفاتو ډیری برخه د طالبانو او یا داعش ډلې د متحدو یاغیانو له لوري د ځانمرګو بریدونو له کبله رامنځ ته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر تادامیچي یاماموتو وویل: «اوس وخت را رسیدلی څو دغې بشري تراژیدۍ او بدبختۍ ته د پای ټکی کیښودل شي.» نوموړي همدا راز وویل چې د ملکیانو د وژلو او ناتوان کول د جګړې د پای له لارې امکان لري.

په ۲۰۱۸م کال کې لږ تر لږه ۶۵ ځانمرګي بریدونه چې زیاتره یې په پلازمینه کابل کې ترسره شوي، ثبت شوي دي. د ملګرو ملتونو په حواله د ټول هیواد په کچه یاغي ډلې د ملکي تلفاتو د ډیری برخې یعنې ۲۲۰۰ تنو د مرګ مسوول دي. په دې رپوټ کې همدا راز راغلي چې د افغان او امریکايي ځواکونو د هوايي بمبارۍ د ډیریدو په پایله کې د ملکي تلفاتو شمیر هم لوړ شوی دی. په رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۸م کال کې د هوايي بریدونو په پایله کې له ۵۰۰ ډیر ملکي کسان وژل شوي دي.