1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د افغانستان په زندانونو کي شکنجې لږ سوي, خو کافي نه دي

۱۳۹۸ فروردین ۲۸, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو تازه راپور ښيي چي پر دې سربيره چي د افغانستان په زندانونو کي شکنجې لږ سوي دي، خو دغه ستونزه اوس هم سته او د مخنيوي په برخه کې يې سوي هڅي ناکافي دي.

https://p.dw.com/p/3GzBP
Afghanistan Hinrichtung im Gefängnis Pul-e-Tscharchi
انځور: picture alliance/dpa/J. Jalali

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سياسي ماموريت (يوناما) او د دغه سازمان د بشري حقونو څانگي په يوه تازه راپور کي راغلي دي چي د افغانستان په زندانونو کي شکنجې لږ سوي، خو کافي نه دي.

دغه راپور چي د ۲۰۱۷م کال له پيل څخه د ۲۰۱۸م کال تر پايه پوري د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې د ۶۱۰ پوښتل سوو زندانيانو د څرگندونو پر بنسټ جوړ سوی، پکښې راغلي دي چي د ملي اردو او پوليسو په زندانونو کي شکنجې له ۳۹ سلني څخه ۳۲ ته او د ملي امنيت په توقيفځايونو کي له ۲۹ سلني څخه ۱۹ راکښته سوي دي.

د يوناما په خبر پاڼه کي په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي تداميچي ياماموتو په حواله راغلي دي: «لکه څرنگه چي زموږ له راپور څخه ښکاري، تر اوسه هم په زندانونو کي د وسله والو منازعاتو د بنديانو ترمنځ د دغه فجيع عمل د ريښي له منځ وړلو له پاره اوږده لاره پاته ده.»

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ او يوناما د معلوماتو له مخي، بنديانو ادعا کړې ده چي د بېلگې په توگه د کندهار په زندان کي داسي شکنجې لکه خفه کول، برقي جټکې، د تناسلي آلې کشول او په چت پوري ځوړند کول موجودي دي. دغه راز د کندهار له زندان څخه د بنديانو د ورکېدو ادعاوي هم ثبت سوي دي.

ډيرو بنديانو ويلي دي چي د په زوره اعتراف کولو په موخه شکنجه سوي دي او هغه وخت چي اعتراف وکړي، بيا نه دي شکنجه سوي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي شکنجې او بدرفتارۍ په ټولو زندانونو او توقيفځايونو کي يو شان نه وې. مثلاً د کابل د پوليسو په نظارتخانه کي په سلو کي ۳۱ سلنه له شکنجې شکايت کړی، خو په کندهار کي د ملي پوليسو په نظارتخانه کي بيا دغه شکايت په سلو کي ۷۷ سلنه وو.

د بشري حقونو په برخه کي د ملگرو ملتونو کمېشنر ميشل باچلت، د شکنجې د مخنيوي په برخه کي د افغانستان اقدامات ناکافي بللي دي.

هغه د افغانستان له حکومت څخه غوښتي دي چي د دغو شکنجو د له منځه وړولو له پاره جدي اقدام وکړي.

شکيلا ابراهيم خيل

زموږ له ارشيف څخه: