1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. پر ځينو طالبانو د سفر بنديز ليري کړی

۱۳۹۸ فروردین ۲۳, جمعه

طالبانو د جمعې په ورځ دا خبره تائید کړه چې یوولس غړي یي چې په دوحه کې د سیاسي دفتر او مرکچي پلاوي غړي دي د ملګرو ملتونو د سفري بندیز له لیست څخه لیرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Ggbn
Katar | Taliban | Friedensgespräche
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د طالبانو ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی د دغه بندیز د لیرې کولو څخه خبر دي، خو په هکله یي لا تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی نشر کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه بیانیه خپره کړې ده چې له مخې يې پر نورو سربیره په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر عبدالغني برادر او د هغه مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی په دغه یوولس کسیزه ډله کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بیانیې له مخې دغه بندیز د اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د دسمبر مياشتي تر۳۱ نیټې پورې «یوازې د سولې او بیا پخلایني په هکله بحثونو کې ګډون کولو له پاره له سفره ليري شوی دی.»

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دا خبر لا تر اوسه روښانه نه ده چې د دغه (پر سفر باندي بندیز) لیرې کیدو غوښتنه چا کړې ده، خو امریکا متحده ایالات او طالبان د افغانستان د شخړې په هکله د یوه ممکنه حل لارې په هکله مذاکرات کوي.

د امنیت شورا په بیانیه کې راغلي دي چې د کنګل شوې داريي یوه برخه په محدوده توګه آزادیږي، څو [طالبان] «یوازې د سفر د تمویل له پاره ترې استفاده وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د الفتح، په نوم خپل پسرلني عملیات پیلوي.