1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

م.م. په غزه کې د لا ډېرو ماشومانو له مړينې څخه خبرداری ورکړی

۱۴۰۲ اسفند ۱, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو آژانسونو خبرداری ورکړی دی چې غزه د ماشومانو د مخنيوي وړ مړينې په برخه کې د «انفجار» په درشل کې ده. په دې منځ کې امريکا د ملګرو ملتونو د يوه پريکړه ليک په مسوده کې په غزه کې د موقت اوربند وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/4ccWl
له غزې بې ځايه شوي ماشومان په رفح کې
له غزې بې ځايه شوي ماشومان په رفح کېانځور: MOHAMMED ABED/AFP

د خوړو او پاکو اوبو کمښت او همدا شان خوارځواکي او ناروغۍ کيدای شي په غزه کې د ماشومانو مړينه ډېره کړي. دا خبرداری د ملګرو ملتونو چارواکو ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف»، د خوړو نړيوال پروګرام او د روغتيا نړيوال سازمان «ډبليو اچ او» په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي دي چې د غزې لږ تر لږه ۹۰ هغه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د يوې او يا ډېرو عفوني ناروغيو له کبله اغیزمن دي.

په جنوري مياشت کې راټولو شويو معلوماتو ښوولې ده چې د دې ارزونې دوې اونۍ تر مخه ۷۰ سلنه ماشومان په اسهال اخته شوي ول.

د يونيسف د بشري فعاليتونو او انتقالي عملياتو مرستيال اجرايوي مشر تډ چایبنز، وويل: «د غزې تراډه د ماشومانو د مخنيوي وړ مړينو په درشل کې ده چې دا به په غزه کې د ماشومانو د مړينې کچه چې لا دمخه د تحمل وړ نه ده، نور هم لوړه کړي.»

د يوې سروې په حواله د غزې تراډې په شمال کې له هغو هرو شپږو څخه يو ماشوم چې لا دوه کلن شوي نه دي، په خوار ځواکۍ اخته دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د بيړنيو مرستو مشر ماېک ريان، وويل: «لوږه او ناروغۍ يو وژونکی ترکيب دی.»

دې سازمان موندلې ده چې ۹۵ سلنه کورنیو ته د ټولو وختونو ډوډۍ نه رسيږي او يا هم د خوړو محدود مقدار ته لاس رسی لري او ۶۴ سلنه کورنۍ د ورځې يوازې د يوه وخت ډوډۍ خوري.

ډبليو اچ او، وايي چې تر ۹۵ سلنه ډېرو کورنيو ويلي دي چې لويان لږ خواړه خوري څو کوچنيانو ته د خوړو رسیدل تضمين کړي.

بيا د غزې د تخليې امر شوی

د اسرائيل دفاعي ځواک (IDF) د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د فيبرورۍ ۲۰) د غزې ښار د دوو سيمو اوسيدونکو ته د «سملاسي» وتلو امر کړی دی.

د اسرائيل د پوځ وياند اچې اندرای، د ټولنیزو رسنيو په يوه پېغام کې چې په عربي ژبه ليکل شوی وو، ويلي دي چې د وتلو غوښتنه «ستاسې د خونديتوب» په موخه شوې ده.

د غزې ښار د زيتون او ترکومن سيمو اوسېدونکو ته ويل شوي دي چې د المواسي سيمې ته چې د اسرائيل له خوا د بشري ساحې په توګه غوره شوې ده، کوچ وکړي. دغه سيمه د رفح په شمال پرته ده.

د اسرائيل پوځ تر دې دمخه رپوټ ورکړی وو چې د غزې شمال تر ډېره د حماس له وسله والو پاک شوی دی.

د حماس وسله واله ډله پر نورو هېوادونو سربیره د امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

«په غزه کې تر اوسه کابو ۲۹ زره ۲۰۰ کسان وژل شوي»

په غزه کې د حماس له خوا اداره کيدونکي د روغتيا وزارت د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې د غزې تراډې په روان کړکيچ کې تر اوسه ۲۹ زره او ۱۹۵ کسان وژل شوي دي.

زياته شوې ده چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه نيټه د پاريدلي کړکیچ په ترڅ کې تر اوسه تر ۶۹ زره ډېر کسان ټپيان شوي دي.

وزارت ويلي دي چې يوازې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۳ فلسطينيان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپيان شوي دي.

ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه په غزه کې د روغتيا وزارت له خوا وړاندې شوي د مرګ ژوبلې ارقام تر ډېره د اعتبار وړ ګڼي.

که څه هم چې دا وزارت د ملکيانو او وسله والو ترمنځ توپير نه کوي، خو د غزې له ۲،۳ میليونه اوسيدونکو څخه یې نیمايي ښځې او ماشومان دي او ملګري ملتونه وايي چې د وژل شويو ملکيانو اکثريت ښځې او ماشومان دي.

امريکا د «موقت اوربند» له پاره د م.م. د پريکړه لیک وړاندیز کړی

امريکا متحده ايالاتو د ملګرو ملتونو د يوه پريکړه ليک د مسودې وړاندیز کړی دی، څو یې په ترڅ کې په غزې تراډه کې د یوه موقتي اوربند غوښتنه وشي او په جنوبي ښار رفح کې د اسرائيل د پلان شويو عملياتو مخالفت وکړي.

دا وړاندیز تر هغه وروسته شوی دی چې د امريکا حکومت د الجيريا يوه طرحه ويټو کړه چې پکې په غزه کې د يوه سملاسي بشري اوربند غوښتنه شوې وه.

امریکا اندېښنه څرګنده کړې وه چې دا پريکړه ليک کيدای شي د امريکا، مصر، اسرائيل او قطر ترمنځ د حماس له لوري د یرغمل شويو د بالقوه آزاديدو او د تاوتريخوالي د ختمولو په موخه خبرې زيانمنې کړي.

د امريکا د مسودې متن په پام کې لري چې د امنيت شورا په غزه کې د ژر تر ژره عملي کيدو وړ موقت اوربند باندې د ټولو يرغمل شويو د آزادولو د فارمول پر اساس ټینګار وکړي او د بشري مرستو پر وړاندې د ټولو خنډونو د ليرې کولو غوښتنه وکړي.

د غزې تراډې له ۲،۳ ميليونو اوسيدونکو څخه یې تقریباً يو میليون په رفح کې پناه اخيستې ده. ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی دی چې په دغه ښار کې د اسرائيل ستر پوځي عمليات به د «وژنو» لامل شي.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب